د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

دانش: د هېڅ امنیتي چارواکي غفلت نه شو زغملای


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته په دنده کې د هېڅ امنیتي چارواکي غفلت نه شي زغملای.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د کابل په ګډون یې ټولو امنیتي مسولینو ته رسماً خبر ورکړی که په خپلو دندو کې غفلت وکړي جدي قانوني چلند به ورسره کیږي.

په افغانستان او بیا په خاصه توګه په کابل کې د جنايي او نورو سازمان شوېو جرمنو د مبارزې لپاره د کورنیو چارو وزارت تازه اقدامات ښايي په خپل ډول کې لومړني وي.

‍د کورنیو چارو وزارت وايي، که څه هم پولیس د بېلابېلو جرمنو پر ضد مبارزه کوي خو له دې وروسته په دې برخه کې د امنیتي مسولینو غفلت د منلو نه دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوي د خپل تصمیم عملي کېدو ته ژمن دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"ښه دا باید له یاده ونه باسو چې پولیس شپه او ورځ هڅه کوي خو کله نا کله په ځینو مواردو کې وظیفوي غفلت کېده چې دا موضوع موږ ته په هېڅ وجه د منلو نه ده او موږ په جدیت له دې موضوع سره چلند کوو، موږ د جرمنو د کمېدو لپاره دغه تصمیم نیولی او د عملي کېدو په برخه کې یې هم جدي یو او په همدې هدف مو رسمي اعلامیه هم خپره کړې ده."

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه تصمیم یې د ملي امنیت د شورا له پریکړې وروسته نیولی دی.

د ملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې د هېواد په کچه د جنایي او سازمان شوېو جرمنو د مبارزې لپاره باید جدي او عملي ګامونه پورته شي.

د ملي امنیت شورا د دغې پریکړې وروسته د کورنیو چارو وزارت رسماً د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو امنیتي مسولینو ته خبرداری ورکړ چې په دندو کې د غفلت په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي و چې په ۱۳۹۴کال کې د جنایي جرمونه کچه لوړه شوې او که خلک له پولیسو سره همکاري ونه کړي پولیس په یوازې ځان د جنایي او سازمان شوېو جرمونه مبارزه کې بریالی کیدای نه شي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام پرځای او د ثبات په ګټه بولي.

د امنیتي چارو کارپوه عیتق الله امرخېل وايي، که هر امنیتي مقام په دنده کې غفلت کوي باید د قانون مطابق ورته سخته سزا ورکړل شي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"دا یو ډېر بهترین اقدام دی نه تنها دوي باید سبک دوش شي باید څارنوالۍ ته هم معرفي شي او رتبه یې واخېستل شي او یوکال یا دوه کاله خو باید په بندي خانه کې هم تیرکړي ځکه معاش اخلي رینجر کې سپاره دي سلاح ورسره ده."

د امنیتي چارو کارپوه عیتق الله امرخېل وايي، که هر امنیتي مقام په دنده کې غفلت کوي باید د قانون مطابق ورته سخته سزا ورکړل شي.
د امنیتي چارو کارپوه عیتق الله امرخېل وايي، که هر امنیتي مقام په دنده کې غفلت کوي باید د قانون مطابق ورته سخته سزا ورکړل شي.

د کابل یو شمېراوسېدونکې بیا وايي، د کورنیو چارو وزارت باید دغه اقدام ډېر پخوا کړی وای خو اوس هم بې اغیزې نه دی.

یو تن نجیب الله وايي:

"دا د ټول افغانستان لپاره ګټور دی ځکه په کوم کار کې چې پوښتنه نه وي نو حتماً یو مشکل پیدا کیږي."

بل تن حبیب نومی بیا زیاتوي:

"دا خو ډېر نیک کار ده چې د هر مجرم نه پوښتنه وشي د هرمسول نه د مسولیت پوښتنه وشي."

په ور وخت کې د کابل د ځینو امنیتي حوزو امرین هم په دنده کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل په پام کې نیول ګټور او د امنیتي پیښو د کابو کېدو په برخه کې اغیزمن بولي.

د کابل د شپږمې حوزې امر اسدالله لعلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي د قانون تابع دي او په ټول قوت به د کورنیو چارو وزارت د وروستي تصمیم په عملي کېدو کې هڅې وکړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG