د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

عبدالله: د جلرېز په پېښه کې له سیمه ییزو پولیسو سره همکاري نه ده شوې


د حکومت اجراییه رییس وايي لومړنۍ څيړنې ښیي چې د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ په پېښه کې له سیمه ییزو پولیسو سره همکاري نه ده شوې.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي؛ د هغو کسانو پر وړاندې به جدي اقدامات وشي چې د میدان وردګو د جلریز په پېښه کې یې وظیفوي غفلت کړی دی.

ښاغلي عبدلله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا ته خبرې کولې دا تایید کړه چې په دغه پېښه کې له سیمه ییزو پولیسو سره همکاري نه ده شوې.

((لومړنۍ څيړنې دا ښیي چې له دغو ځواکونو سره همکاري نه ده شوې. هغوی د امکان تر حده مقاومت وکړ او تلفات یې ورکړل. دا یوه جدي مساله ده.))

نوموړي په دې اړه د ټاکل شوي پلاوي خبره وکړه او په وینا یې تر پلټنو وروسته به دا موضو نوره هم روښانه شي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې دغه حمله به بې ځوابه پاته نه شي.

د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر غني یو پلاوی ټاکلی څو د دغې پيښې عوامل په دقت سره معلوم او د نتیجې په اړه یې جمهوري ریاست ته راپور ورکړي.

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو شاوخوا دېرش سرتېري د پنجشنبې په شپه د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شول.

یوشمېر مدني او سیاسي فعالانو په جلا غونډو کې د جلریز ولسوالۍ پېښه وغندله او پر مسوولو چارواکو یې انتقاد وکړ چې سرتېرو ته یې د مرستې په رسولو کې بې غوري کړې ده.

اخوا د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني آزادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه په خپلو کې لازمه همغږي نه لري او اړینه ده څو داسې دایمي محاربوي قطعې رامنځ ته شي چې د ضرورت په وخت کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي:

((په خواشینۍ سره، سره له دې چې په اردو، پولیسو او ملي امنیت کې مسکلي کسان لرو؛ موږ د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت په چوکاټ کې د دایمي حمایوي جګړه ییزو قطعو په جوړېدو بریالي نه شولو. په همدې خاطر ده چې د جګړه ییزو مسولیتونو له لېږد څخه هر یو اوږه خالي کوي.))

ښاغلی کوهستاني سپارښتنه کوي چې لږ تر لږه په مرکز او د زونونو په کچه باید د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکزونه رامنځ ته شي.

دی وايي، که دې ستونزې ته جدي پام ونه شي نو له همدې ضعف څخه به وسله وال مخالفین نوره استفاده هم وکړي.

XS
SM
MD
LG