د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

ملي ارمان: د کندزسقوط د حکومت ابرو وړې ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې یوځل بیا د طالبانو له خوا د کندزښار نیول کیدو او په دې اړه اندیښنو او اعتراضونو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کندزسقوط د حکومت ابرو وړې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې د کندزسقوط به څو ورځو پورې د رسنیو سرخطونه جوړوي او دا ځکه چې په تیرو څوارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د ولسمشر او امنیتي چارواکو له پرونیو خبرو داسې ښکاري چې وظیفوي غفلت شوی او د اختر په شپو ورځو کې طالبانو د کندز ښار نږدې ساحو ته نفوذ کړی دی.

د ورځپاڼې په باور، با صلاحیته پلاوی باید د کندز د سقوط عوامل وڅيړي او عاملین یې په ګوته کړي.

انصار ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې کندز له طالبانو سره معامله شوی دی.

په مطلب کې د مشرانو جرګې د یو شمېرغړو په حواله لیکل شوي چې د کندزد سقوط عاملین د هغه ځای محلي چارواکي دي او حکومت باید دوی په نظامي محکمه کې په اشد مجازات محکوم کړي.

په مطلب کې راغلي چې کندز سقوط نه دی کړی، بلکې د محلي چارواکو له خوا طالبانو ته سپارل شوی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د کندز سقوط ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې په دې اړه باید اساسي پوښتنې ځواب شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د کندزد سقوط په اړه د ولسمشر او امنیتي چارواکو پرونیو خبرو د ولس قناعت حاصل نه کړ او باید په دې اړه زیات وضاحت ورکړل شوی وی.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې چارواکي د دې پرځای چې د کندزپه سقوط کې خپله ملامتي ومني بلکه هڅه کوي چې د خلکو په سترګو کې په غلطو معلوماتو سره خاورې واچوي.

کندز سقوط وکړ ملامت څوک دي؟ دا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي چې د کندزښارسقوط د ملي وحدت حکومت د مشرانو پر لمن یو داغ او پر امنیتي ادارو د شرم ټاپه لګول دي.

XS
SM
MD
LG