د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د کندز د سقوط عوامل او د میدان وردګو امنیتي وضعیت


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسائلو ترڅنګ خپل مطالب او تبصرې ترډیره د کندز د سقوط عواملو او د میدان وردګو ولایت امنیتي وضعیت ته ځانګړي کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې وظیفوي غفلت او اطلاعاتي تشه د کندز د سقوط عامل وو.

په مطلب کې کندزته د حکومت له خوا د تللي تحقیقاتي پلاوي خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، طالبانو له وړاندې په کندز ښار باندې د حملې نیت درلود، خو استخباراتي مسئولین نه وو ترې خبر.

په مطلب کې کندز ته د ولسي جرګې د تللي پلاوي له خولې هم ویل شوي چې استخباراتي برخه کې ستونزه د دې لامل شوې وه چې طالبان کندز ته ننوځي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د کندز په اړه لیکلي چې بې وخته مکافات د غمیزو د تکرار امکان زیاتوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د کندز په سقوط کې یوه لویه غوغا رامنځ ته شوه او د څیړنو له بشپړولو مخکې د خلکو ستایل مناسب نه دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د څیړنو له بشپړیدو مخکې د خلکو مکافات په دې معنی دي چې حقیقت موندونکی پلاوی هیڅ ارزښت نه لري.

د ورځپاڼې په باور، د کندز د سقوط لامل د محلي چارواکو او نورو اړوندو مسئولینو کمزوري وه او اوس د یو شمېر دې کسانو ستایل د کندز د پيښې تکرارته زمینه برابروي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د کندز وضعیت ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د کندز ښار پر بشري جنایتونو باید پرده وا نه چول شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی باید د څیړنو پرمهال ډیر حساس وي او ټول حقایق په برې پرې ډول په راپور کې را ټول کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د میدان وردګو امنیتي وضعیت ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه ولایت ته سلګونه کورنۍ او بهرني وسله وال مخالفین راغلي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې وسله وال به دا هوډ لري چې د میدان وردګو مرکز ونیسي او دغه راز له هغه ځایه کابل ته ګواښ پیښ کړي.

د ورځپاڼې په باور، که په میدان وردګو کې طالبان پياوړي کیږي نو په مستقیمه توګه یې ګواښ کابل ته متوجه کیږي او دولت ته په کار ده چې د میدان وردګو د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG