د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

اندېشه فريد د ازادي راډيو د ١٣٩٤ کال شخصيت شوه


د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت اندېشه فرید ده
د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت اندېشه فرید ده

د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤ل کال شخصيت داسې څوک دى چې ١٥٠ هلکانو او نجونو ته يې په دوو روزنتونونو کې د زده کړې او استوګنې امکانات برابر کړي دي.

د دغه روزنتون د جوړونې مفکوره ١٢ کاله مخکې هغه وخت ايجاد شوه چې بنسټ ايښودونکي يې په پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کولې، پيل يې په يوه کور کې د ٢٠ کډوالو ماشومانو له راټولولو وشو.

کله چې د دې ابتکار مسووله ٧ کاله مخکې له پاکستانه کابل ته ستنه شوه، هلته يې خپل پروګرام پراخ کړ او اوس يې يونيم سل ماشومان په دوو روزنتونونو کې راغونډ کړي دي. هغې په ايران کې هم د مهاجرت ترخې شپې ورځې تېرې کړې دي.

د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤لمريز کال شخصيت اندېشه فريد ده.

مېرمن اندېشه وايي، ترهر څه مخکې د کډوالۍ په وخت کې د افغان ماشومانو وضعيت دېته مجبوره کړه، چې يو ګټور کار وکړي. داسې کار چې مستقيمه ګټه يې ټولنې ته ورسېږي.

مېرمن اندېشې زیاته کړه:

"د کډوالو وضعيت دېته اړ کړم چې افغان ماشومانو ته يو خدمت وکړم، دغه راز په اويايمو کلونو کې د افغانستان د کورنيو جنګونو په وخت کې د هېواد وضعيت هم دغه خدمت ته مجبوره کړم. په ١٣٧٢ل کال چې له ايرانه افغانستان ته ستنه شوم، هغه وخت هم وضعيت ډېر خراب و، جنګونه وو، خو خلکو بيا هم په ايران کې د کمپونو تر ژونده، چې هېڅ سهولت په کې نه و، په خپل هېواد کې ژوند بهتره ګاڼه. خو دا وار پاکستان ته په کډې کولو مجبوره شولو. کله چې له ايرانه افغانستان ته راتلو د ايران پوليسو ١٤ کلن ورور راته وواژه. پلار او خور مې ټپيان شول. دا يوه غموونکې پېښه وه."

اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پايته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.

دا وايي چې په پاکستان او تر هغه مخکې کې يې په ايران کې د کډوالۍ له کړاوه د ډک ژوند تر څنګ زده کړې وکړې د دې تر څنګ يې د بېوزلو او بې سرپرسته ماشومانو د لاسنيوي مفکوره کرار- کرار عملي کړه.

مېرمن اندېشه وايي، په لومړيو کلونو کې يې په کابل او ولايتونو کې د روزنتونونو شمېر ١١ ته رسېده، خو اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې د دغو روزنتونونو شمېر اوس يوازې دوو ته راکم شي.

اندېشه فريد زیاتوي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پايته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.

اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پاي ته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.
اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پاي ته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.

د هغې په وينا دغو ماشومانو ته د انټرنټ له لارې نورې بهرنۍ ادارې او يا هم په بهر کې مېشت اشخاص مالي مرسته لېږي، د دې تر څنګ د روزنتون ځينې ماشومان د رسامۍ له لارې د روزنتون مالي مرسته کوي.

د ازادۍ راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هرکال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي، د هغه په خبره اندېشه فريد هم د هغې د ځينو بشردوستانه فعاليتونو له کبله انتخاب شوې ده.

د ازادي راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هر کال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي.
د ازادي راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هر کال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه:

"سږکال مو اندېشه فريد ټاکلې ده. دا د بشردوستۍ او وطندوستۍ يوه عالي نمونه ده. دې هغو ماشومانو ته چې ميندې او پلرونه يې په وروستيو مصيبتونو او جنګونو کې مړه شوي هم د تحصيل زمينه برابره کړې او هم د يوه کسب د زده کړې زمينه. د افغانستان راتلونکي نسل ته د مېرمن اندېشه فعاليت او زحمت ته د درناوي لپاره مو دا د ازادۍ راډيو د کال د شخصيت په توګه انتخاب کړې ده."

انديشه فريد په فراه کې زېږېدلې، د دوو ماشومانو مور ده. زوى يې لس کلن او لور يې دوه کلنه ده.

مېرمن اندېشه وايي چې د خپل روزنتون د ماشومانو په مرسته يې په ليرې پرتو سيمو کې له نورو بې سرپرسته او يا هم بېوزلو ماشومانو سره تماس ټينګ کړى او هڅه يې کړې چې دغه ماشومان هم جلب کړي. خو دوى لومړيتوب هغو ماشومانو ته ورکړى چې د ليرې پرتو سيمو يا هم ناامنو ولايتونو وي. هغې زياته کړه چې په روزنتون کې دېره دغو ټولو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

مېرمن اندېشه زیاته کړه:

"ټول هغه ماشومان چې په روزنتون کې اوسېږي، ټول په دولتي ښوونځيو کې درس وايي. خو ٢٤ ساعته په دغه ځاى کې استوګنه لري. د خپل کور غوندې يې دى. هغه ماشومان هم چې کورنۍ يې په کابل کې دي، زموږ سره اوسي. په هرو دوو اوونيو کې ځي له خپلې کورنۍ سره ګوري."

د ليرې پرتو سيمو ماشومان په کال کې يو وار دا امکان لري چې لاړ شي او د خپلې کورنۍ له غړو يا هم خپلوانو سره وګوري.

د ازادي راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هرکال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي

په دغو روزنتونونو کې دېره ماشومان د زده کړې تر څنګ انځورګري کوي، د موسيقۍ زده کړه کوي او يا هم نور کسبونه ورښوول کېږي.

اندېشه فريد درېيمه ښځه ده چې د ازادۍ راډيو د کال د شخصيت په توګه اعلانېږي. دا وايي دا مقام دا او د هغې کاري ډله نور خدمت او کار ته تشويقوي:

"د دې ډلې غړي له خپلو ټولو شخصي مسايلو تېر شوي. د ټولو هيله دغو ماشومانو ته کار کول دي. دوى په داوطلبانه کار کوي. دا کار زموږ پر روحيې هم اغېز کوي، هيله رابخښي او زما کاري ډله هڅوي چې نور کار هم وکړي."

ازادۍ راډيو له ١٣٨٦ل کال راهيسې د نوي کال په اوله ورځ يو کس د کال د شخصيت په توګه ټاکي، چې د سولې، ملي يووالي، د ډيموکراسۍ د پياوړي کولو، ټولنيز عدالت او بيارغونې په لار کې يې خدمت کړى وي.

د ازادۍ راډيو د ١٣٨٦ کال شخصيت ګل اغا شېرزى، د ١٣٨٧ کال شخصيت انارکلي هنر يار، د ١٣٨٨ کال شخصيت رمضان بشردوست، د ١٣٨٩ کال شخصيت فرهاد دريا، د ١٣٩٠ کال شخصيت هنديه افغانستان، د ١٣٩١ کال شخصيت ډاکټر ناصر سرمست، د ١٣٩٢ کال شخصيت انجنير احسان الله بيات، د ١٣٩٣ کال شخصيت جواس جان او د ١٣٩٤ لمريز کال شخصيت مو اندېشه فريد وه، چې په همدې پروګرام کې مو درته معرفي کړه.

اندېشه فرید د ازادي راډیو د ۱۳۹۴ کال شخصیت ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:25 0:00

XS
SM
MD
LG