د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ازادي راډیو د ۱۳۹۳ کال غوره شخصیت جواس خان ولمانځه


ازادي راډیو د ۱۳۹۳ کال غوره شخصیت جواس خان ولمانځه.

د ازادي راډيو چارواکو د پنجشنبې ورځې په دغې ځانګړي غونډه کې د ازادي راډيو د کال شخصیت جواس خان په تحفو او ډالیو وستایه.

جواس خان د خوست ولایت هغه اوسیدونکی دی چې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې داسې مهال برخه اخستي وه چې د خپلې لور د مړینې خبر یې پټ ساتلی و.

د معمول مطابق د انتخاباتو په ورځ باید د هغې لور دریم ګلې د جنازې مراسم ادا شوي وای خو له دې امله چې که خلک له دې خبره خبر شي، د رایې ورکونې مرکزونو په لور به ولاړ نه شي او انتخابات به زیانمن شي.

د ازادي راډيو د ۱۳۹۳ ه ش کال غوره شخصیت جواس خان په داسې حال کې په ډالیو وستایل شو چې د هغه ګڼ ملګري او د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکو یې د نمانځنې په غونډه کې ګډون کړی و.

د ازادي راډیو ریس ریس هاشم مومند د پنجشنبې په ماښام په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې جواس خان د دې لپاره د د ازادي راډيو د کال غوره شخصیت نومول شوی چې هغه د په ډيموکراسۍ د باور لپاره بې مثاله قرباني ورکړي ده.

جواس خان د ۱۳۹۳ ه ش کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې داسې مهال برخه اخستې وه چې د دریم ګلې په نوم اوه کلنه لور یې وفات شوې وه خو هغه په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په خاطر دا خبر پټ ساتلی وه.

هغه د کورنۍ غړو ته ویلي وه چې خپله هم د رایې ورکونو مرکزونو ته ولاړ شي او وروسته له دې چې انتخات ختم شي د مړي د تدفین او تکفین مراسم به په ځای کړي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال ظفرهاشمې د وطن دوستۍ په خاطر د ازادي راډیو له خوا د جواس خان معرفي کول ابتکار وګاڼه او ویې ویل هغه د خلک له منځه غوره انتخاب دی.

جواس خان له دې کار سره هغه مهال د ډيرو خلکو او د جمهوري ریاست کاندیدانو په خوله شه.

د جمهور ریس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازي سلطان فیضي په یاده غونډه کې وویل چې دوستم د جواس خان دا قرباني ستایې او د جواس خان په دغه هوډ کې د ژور بدلون هیلې ویني.

د ولسي جرګې په استازیتوب ګل پاچا مجیدي وویل چې د کال شخصیت په شفافه ټاکنه ولسي جرګه خوښه ده او جواس خان د دې مقام او مبارکۍ مستحق دی.

ازادي راډيو جواس خان د روان کال په نوروز کې د ۱۳۹۳ کال غوره شخصیت اعلان کړی و چې هغه مهال د ازادي راډیو دغه ټاکنه د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي وه.

خپله جواس خان وايي دی د وطن غم ډیر دردولی او له هر څه وړاندې ورته د وطن لپاره ګام مهم دی.

هغه په دغه غونډه کې وویل چې دی په خپل کار ویاړي خو هغه وخت چې کلیوال یې خبر شول ده ته په غوسه وه چې ولې یې دومره غټ تر ساعتونو پټ ساتلی و.

ازادي راډيو د څو کلونو راهیسې هغه کس د کال غوره شخصیت اعلانوي چې د بشري حقونو د پیاوړتیا، د قانون حاکمیت، د ولسواکۍ ارزښتونو د ساتنې د خلکو سره د ښیګڼې بې ساری مثال ګرځیدای شي.

له جواس خان وړاندې د بیات د خیریه بنسټ مشر احسان الله بیات د ننګرهار پخوانی والي ګل آغا شیرزی ؛ د بشري حقوقو فعاله انارکلي هنریار؛ د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست؛ سندرغاړی فرهاد دریا، د بشري مرستو تنظیموونکې دغازی امان الله خان لور هندیه؛ د موسیقي د ملي انسټیټیوت رییس احمد ناصر سرمست د ازادي راډیو د کال شخصیتونه ټاکل شوي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG