د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ازادي راډیو فرهاد دریا د کال د غوره شخصیت په توګه وپېژاند


فرهاد دریا وايي چې د هنر له لارې به په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په لار کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي
فرهاد دریا وايي چې د هنر له لارې به په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په لار کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي

ازادي اراډیو فرهاد دریا د خپل ۱۳۸۹ کال د غوره شخصیت په توګه نن د شنبې په ورڅ په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې معرفي کړ.

فرهاد دریا چې په وروستیو څو کلونو کې یې د افغانستان ګوټ ګوټ ته د سولې د سندریز پیغام د خورولو لپاره هلې ځلې کړي، څلورم کس دی، چې ازادي راډیو یې د کال د غوره شخصیت په توګه معرفي کوي.

د ازادي راډیو د کال د شخصیت په توګه د نوموړي د معرفي کیدو په هدف خبري کنفرانس ته په وینا کې په کابل کې د ازادي راډیو د دفتر رییس رحیم الله سمندر وویل، سولې، ملي یووالي، ډیموکراسي، ټولنیز عدالت او بیارغونې ته هلې ځلې هغه معیار دي، چې له مخې یې فرهاد دریا د ازادي راډیو د ۱۳۸۹ لمریز کال د غوره شخصیت په توګه وټاکل شو.

نوموړي وویل، د دغه لقب د ګټلو لپاره یو شمېر نور کسان هم کاندیدان و، خو د ازادي راډیو د خپلو ډیر اوریدونکو له خوښې سره سم ښاغلی دریا د کال د غوره شخصیت په توګه معرفي شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي هم په خپلو خبرو کې فرهاد دریا ته د ازادي راډیو د کال د غوره شصخیت د انتخاب د لقب هرکلی وکړ او دا اقدام یې د ستاینې وړ وباله.

هغه د هیواد فرهنګيیان وهڅول چې په افغانستان کې د لوړو اهدافو لپاره لا ډیرې هلې ځلې وکړي:

"باور یم، چې د دوی اتلولي، قهرماني او د کال شخصیت، دا بې ساری لقب دی، چې دا یوازې او یوازې لکه داسې شخصیتونه لکه فرهاد دریا راوړي، چې هغه د خپل هېواد اتل کیدای شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ویاړ لري، چې نن د داسې یو فرهنګي شخصیت یادونه په دې تالار کې کیږي. هیله او ارزو مې دا ده چې تاسو ټول فرهنګیان د دغه اهدافو لپاره ډېر کار وکړﺉ، دا یوازې ازادي راډیو نه ده چې خپل ستر رسالت یې ترسره کړ، بلکې دا ټول مطبوعات دا وظیفه لري."

د ازادي راډیو د ۱۳۸۹ کال غوره شخصیت فرهاد دریا په خپله په خبري کنفرانس کې ګډون نه درلود. نوموړي د ځینو فرهنګي فعالیتونو لپاره له هیواده بهر و.

خو د هغه غږیز پیغام په ګډونوالو واورول شو، چې په یوې برخه کې یې ژمنه کړې وه، چې د هنر له لارې به په افغانستان کې سولې ته د رسیدو په لار کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي:

"زه د یوه واړه هنرمند او یوه فعال په توګه ستاسو سره ژمنه کوم، لکه څرنګه چې تیر او وړم کال د افغانستان د ژوندانه له سختو اړتیاوو سره پاتې شوم، سږ کال هم خپل هنر د انسان او خپلو خلکو سولې او نیکمرغۍ ته ډالۍ کوم."

د فرهاد دریا د فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو مسوول هارون قرغه، چې د نوموړي په استازیتوب یې په خبري کنفرانس کې ګډون کړی و، د ښاغلي دریا د شخصیت په اړه وویل:

"تر دې هم لوړ ویاړ دا دی، چې خلک فرهاد دریا ته د افغانستان د ریښتیني بچي په سترګه ګوري او په ژوند کې یې د صادقانه خدمتونو ستاینه کوي.

یو ځلې بیا د ازادي راډیو د چلوونکو د ارزښتمنو هلو ځلو مننه کوم او هغوی ته په لا پراخه توګه د افغانستان د ژوندانه د حقایقو د منعکس کولو لپاره د بریا غوښتنه کوم."

د ازادي راډیو تر دې مخکې ښاغلی ګل اغا شیرزوي، انارکلي هنریار او رمضان بشردوست په پرله پسې توګه د کال د غوره شصخیتونو په توګه معرفي کړي دي.

د ازادي راډیو چارواکي په پام کې لري، چې دغې لړۍ ته دوام ورکړي او د هر کال په لومړۍ ورځ د کال غوره شخصیت خپلو اوریدونکو ته وروپيژني.
XS
SM
MD
LG