د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

خوستوال: ازادۍ راډیو مو د نوي کال خوشالۍ دوه برابره کړې


د ازادي راډیو د ۱۳۹۳ د کال غوره شخصت جواس خان خپلې لور ته د دعا پر مهال
د ازادي راډیو د ۱۳۹۳ د کال غوره شخصت جواس خان خپلې لور ته د دعا پر مهال

د خوست اوسیدونکي، مدني فعالان او قومي مشران د ازادۍ راډیو د کال د غوره شخصیت په توګه د جواس خان نومولو ته خوشاله دي او په افغانستان کې د ځوانې ولسواکۍ د تقويې له پاره دا کار غوره او پرځای اقدام ګڼي.

دوی زیاتوي چې د ۹۳یم کال د شخصیت په توګه د جواس ټاکنې د دوی د نوې کال خوښي دوه برابره کړه.

جواس د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ د خپلې معصومې لور د مړینې ستر غم په سینه کې پټ وساته او د رای ورکولو حوزې ته ولاړ؛ څو د کورنۍ نور غړي او دوستان یې له رای ورکولو پاتې نه شي.

آزادي را‌ډیو هغه کسان د کال شخصیت غوره کوي چې په افغانستان کې یې د ولسواکۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره عملاً برخه اخیستې وي.

د خوست یو تن مدني فعال زاهد شاه انګار ازادۍ راډیو له دې کبله وستایله چې د جواس خان د ټاکنو حماسه ترې پټه پاتې نه شوه:

"د ازادۍ راډيو له ادارې او مشرتابه نه يې مننه کوم؛ دغه حماسه چې د ټاکنو په بهیر کې جواس خان پنځولې وه؛ دوی ته دې متوجه شوي وو او په تیاره کې ترې پاتې نه شوه؛ دا يې روایسته، ويې ځلوله او بالاخره جواس خان يې د ازادي راډیو د کال شخصیت غوره کړ."

زاهدشاه انګار وړاندې د افغان حکومت؛ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، مدني ټولنو، ټولنیزو سازمانونو او روڼ اندو څخه غوښتنه وکړه چې د احماسه تلپاتې کړي او لايې وځلوي.

مدني فعال طالب منګل وویل چې خوستوالو دا پلا په نوي کال کې دوی خوشالۍ درلودې:

"نوي کال دا ځل خوستوالو ته دوې خوشالۍ درلودې؛ یوه دا چې نوی کال و، نوی پسرلی و، دویم دا چې د ټاکنو اتل جواس خان د ۹۳یم کال د غوره شخصیت په توګه وټاکل شو؛ هغه چاچې دا اقدام وکړ، په رښتیا چې دوی منصب؛ څوکۍ او سرمايې ته نه وکتل بلکې حقیقت ته يې وکتل."

د خوست یو تن قومي مشر محمد ولي شاه عمرزی وايي چې د نوي کال د شخصیت په ټاکلو کې د ازادۍ راډیو پریکړې ته ډېر خوشاله دی.

د سمون انجمن مشر یوسف انتظار هیله څرګندوي چې نور افغانان به هم د جواس خان له قربانۍ نه په انتباه د ده لاره تعقیب کړي.

قومي مشر سخي جان سرحدي د ازادۍ راډيو دا اقدام ستايي او هیله څرګندوي، چې بیا هېڅکله هم افغانان په ټولټاکنو کې د ستونزو سره مخامخ نه شي او په ارامه فضاء کې خپلې رای وکاروي.

د وحید جانباز په نوم یو ځوان چې د جواس خان سره د یوې سیمې دی، له نورو افغانانو غوښتنه کوي، چې د خپل هېواد د ابادۍ او هېوادوالو د سوکالۍ له پاره د جواس خان په شان قربانیو ته تیار شي.

یاده دې وي، چې په تېرو کلونو کې ګل آغا شیرزی د ننګرهار پخوانی والي؛ د بشري حقوقو فعاله انارکلي هنریار؛ د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست؛ سندرغاړی فرهاد دریا، د بشري مرستو تنظیموونکې دغازی امان الله خان لور هندیه؛ د موسیقي د ملي انسټیټیوت رییس احمد ناصر سرمست او تېرکال د یوې خیریه موسسې مشر احسان الله بیات د آزادي راډیو شخصیتونه غوره شوي وو.

XS
SM
MD
LG