د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د ازادي راډیو د ۱۳۹۱ کال د غوره شخصیت ډالۍ ناصر سرمست ته ورکړای شوه


آزادي راډیو د تیرو پنځو کلونو په څیر د ۱۳۹۱ کال غوره شخصیت ته هم د ډالۍ ورکولو ځانګړي مراسم ترسره کړل او په دې مراسمو کې د شخصیت د غوراوي په څرنګوالي او د ازادي راډیو د خپرونو په اهمیت خبرې وشوې.

د ازادي راډیو مشر هاشم مهمند وویل، ازادي راډیو هغه څوک د کال د شخصیت په توګه ټاکي چې د یموکراسۍ، بشري حقونو، سولې، د قانون ټینګښت او عامو خلکو ته یې د خدمت په برخه کې هڅې کړې وي.

د ازادي راډیو د ۱۳۹۱ کال غوره شخصیت چې د نوي کال په لومړۍ ورځ اعلان شو د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر احمدناصر سرمست دی.

دا چې ولې ناصر سرمست د ازادي راډیو د کال د شخصیت په توګه وټاکل شو ددې راډیو مشر هاشم مهمند یې په اړه وایي:

"ډاکتر سرمست نه یوازې د موسیقۍ د ملي فرهنګ په بیا راژوندي کولو کې بې ساري او نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي، بلکه یوشمیر زیانمنو شویو او بې وزله کسانو ته یې د ښې راتلونکې زمینه برابره کړې ده."

ښاغلي مهمند وویل چې، ازادي راډیو دا مهال د ویب پاڼې، فیس بوک، یوټیوپ، ټویټر او مبایل ټیلفون له لارې خپلو اوریدونکو ته خبرونه او راپورونه رسوي او دا هغه ځانګړتیاوې دي چې نورۍ رسنۍ یې نه لري.

د پوهنې وزارت د ازادي راډیو د کال د شخصیت پروسه یو نوی ابتکار بولي او وایي ښه ده چې کارکنه او تکړه کسان په خپل ژوند ولمانځل شي.

د دې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال آصف ننګ د دوشنبې په ورځ د ازادي راډیو د ۱۳۹۱ کال غوره شخصیت ته د ډالۍ ورکولو په غونډه کې وویل، چې له دې سره نور خلک هم هڅول کیږي چې ټولنې ته ورته خدمتونه وکړي:

"د ازادي راډیو دا ابتکار زه ستایم، ډیر د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې یو ښه سنت او ښه ابتکار رامنځ ته کیږي، او هغه دا چې ژوندي لمانځي او د هغوی د خدماتو قدر کوي. د افغانستان په تاریخ کې ډیر کم داسې سنت دود وو چې هغوی به ژوندي په خپل ژوند پالل خو اوس ژوندي په دې خاطر لمانځل کیږي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر او د ازادي راډیو د ۱۳۹۱ کال شخصیت احمد ناصرسرمست وویل چې دوی به ددې لویې جایزې په اخستلو سره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي:

"زموږ د ډیر ووړ کار په نتیجه کې ازادي راډیو ډیره لویه ډالۍ راکړه، ددې لویې جایزې په اخستلو سره زمونږ ژمنې او مسولیتونه لا خطرناکه او بنسټیز کیږي. زه ډاډه یم چې زمونږ دا قدرداني به مونږ ته دا وس راکړي چې نور هم ګړندي پرمخ ولاړ شو او هغه هدف مو چې ټاکلې عملي کړو."

آزادي راډیو له دې وړاندې هندیا، فرهاد دریا، انارکلي هنریار، رمضان بشردوست او ګل اغا شیرزی د کال د غوره شخصیت په توګه نومولي دي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG