د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د ازادۍ راډیو د نوي دفتر پرانیستنه او د کال غوره شخصیت


اکبر ایازي د کال د غوره شخصیت د معلومولو لپاره غونډې ته وینا کوي
اکبر ایازي د کال د غوره شخصیت د معلومولو لپاره غونډې ته وینا کوي
د ازادۍ راډیو له خوا د ۱۳۸۹ لمریز کال غوره اعلان شوی شخصیت ته ځانګړې ډالۍ ورکړې شوه او دغه راز په کابل کې د دې راډیو نوی دفترهم په ځانګړو مراسمو کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې چې د چهارشنبې ورځې په ماښام په کابل کې جوړ شوی وو، د ملي شورا یو شمېرغړو، حکومتي چارواکو او روڼ اندو برخه اخیستې وه.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه د پام وړ وبلل او ویې ویل چې ازادۍ راډیو په دې برخه ډیره ښه ځلیدلې ده:

"ازادۍ راډیو یوه ښه او اغیزمنه راډیو ده، چې په افغانستان کې یې د معلوماتو د ورکولو په برخه ښه او معیاري خدمتونه کړي.

نن رسنۍ په افغانستان کې پراخ فعالیتونه پیل کړي چې د دې هېواد خلک ورته په ازاد ډول لاس رسۍ لري، دا د نږدې لسو کلونو هلې ځلې او نتیجه ده".

ازادۍ راډیو له ۱۳۸۶ لمریز کال را هیسې هر کال یو کس ته چې د ډیموکراسۍ،
هاشم مومند د کال شخیت ته جایزه ورکوي
د بشر د حقوقو، بیارغونې او سولې لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړي وي د کال د غوره شخصیت لقب ورکوي.

ازادۍ راډیو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې دا لقب افغان سندرغاړي فرهاد دریا ته ورکړ، فرهاد دریا ته ازادۍ راډیو یوه ډالۍ هم په پام کې نیولې وه، چې د ازادۍ راډيو د سیمه ایز مشر اکبر ایازي له خوا نوموړي ته ورکړې شوه.

فرهاد دریا په خپلو لنډو خبرو کې وویل، چې دی له دې ډیر خوښ دی چې ازادۍ راډیو د ټولو افغانانو هلې ځلې په پام کې نیسي او د هنر په برخه کې یې د دې هڅې هم له پامه ونه غورځولې او دی یې د کال د غوره شخصیت په توګه اعلان کړ.

فرهاد دریا وویل، چې له دې سره دی نور هم هڅول شوي تر څو په هنري برخه کې ډیر کار وکړي:

"ازادۍ راډیو د افغانستان د رسنیو ترمنځ د یوه پیاوړې او ځلانده ستوري په توګه د باور لاس پرما کیښود او زه یې د کال د غوره شخصیت په توګه ونومولم.

په پوره ډاډ ژمنه کوم، چې زه به د لا ښایسته افغانستان او ښکلي ژوند لپاره کار کوم".

په عین حال کې د ازادۍ راډیو مشر محمد هاشم مهمند وویل، چې ازادۍ راډیو په تیرو نهو کلونو کې د بیان د ازادۍ لپاره نه ستړې کیدونکي هڅې کړي او په دې برخه کې به خپلوهلوځلو ته همداسې دوام ورکړي:

(د ازادې اروپا راډیو چې د ازادۍ راډیو یوه برخه ده او په ۲۸ ژبو خپرونې کوي او په نړۍ کې تر ۶۲۰ میلیونه څخه زیات اوریدونکي لري د بې لوري معلوماتو د خپرولو ترڅنګ د سولې، ډیموکراسۍ، د بیان د ازادۍ د مدني ټولنې د پیاوړي کیدو او د قانون د حاکمیت د اصولو ملاتړ کوي.)

ازادۍ راډیو په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افغانستان لپاره په پښتو او درې ژبو خپرونې پیل کړې، دا راډیو په اف ام ۱۰۰اعشاریه پنځه او میډیم یا منځنۍ څپه ۱۲۹۶ څپه د سهار له اوو نه د ماښام تر اوو پورې په اونۍ کې اوه ورځې خپرونې لري.

ازادۍ راډیو په همدې هڅه کې ده چې ژر، دقیق او بې لوري معلومات خلکو ته وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG