د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د کرکټ په نړېوال شل اوريزو لوبو کې هند بيا پاکستان ته ماتې ورکړه


په هندوستان کې روان د کرکټ د شل اوريز نړېوال کپ د دويمې مرحلې په يوې مهمې سيالۍ کې هندوستان په کرکټ کې خپل روايتي سيال پاکستان ته ماتې ورکړه.

د شنبې په ورځ د هندوستان د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې د نړېوال شل اوريز کپ د (ب) ګروپ په دغې لوبې کې د هندوستان کپتان د ټاس تر ګټلو وروسته د فېلډنګ پرېکړه وکړه او پاکستان ته يې د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه.

د پاکستان او هند دالوبه د باران له امله تر ټاکلي وخت يو ساعت وروسته پيل او همداشان د ٢٠ اورونو پر ځاى ١٨ ته محدوده شوه.

پاکستاني لوبغاړو د لوبې له پيله سلو لوبه وکړه او په ټاکلو ١٨ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١١٨ رنزونه جوړ کړل او هند ته يې د ١١٩ رنزونه هدف وټاکه.

د پاکستان له خوا شعيب ملک تر ټولو زياتې ٢٦، احمد شهزاد ٢٥ او عمر اکمل ٢٢ رنزونه جوړ کړل.

له بلې خوا د هندوستان ټيم د پاکستان په ځواب کې ورکړى هدف د ويرات کوهلي په ښکلې لوبې د ٤ لوبغاړو په اوټ کېدو د شپاړسم اوور په ٥ توپ پوره کړ او پاکستان ته يې په ٦ ويکټو ماتې ورکړه.

که څۀ هم د ياد ټيم لومړني لوبغاړي ژر اوټ شول او تر ٢٣ رنزونو وروسته يې ٣ مهم لوبغاړي له مېدانه ستانه شوي ول، خود ياد ټيم ويرات کوهلي او يوراج سنګ خپل ټيم ته اوږه ورکړه او د دواړو ترمنځ د ٦١ رنزونو ګټونکى پارټنرشب وشو.

د هند له خوا يوراج سنګ ٢٤ او ويرات کوهلي يواځې په ٣٧ توپونو ٥٥ رنزونو جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو، چې له امله يې د لوبې غوره لوبغاړى هم اعلان شو.

کوهلې تر لوبې وروسته وويل چې هغه ځکه ښه لوبه وکړه چې په لومړي سر کې يې حوصله وکړه او کله چې يې پر پاکستاني بالرانو لاس بر شو نو بيا يې لوبه تېزه کړه.

دا لومړى ځل نه دى، چې هندوستان پاکستان ته د کرکټ په نړېوال کپ کې ماتې ورکوي، بلکې له ١٩٩٢م کال راهيسې پاکستان نه دى توانېدلى، چې هندوستان ته د کرکټ د نړېوال کپ په لوبو کې ماتې ورکړې.

د هند و پاکستان ترمنځ د کرکټ دغه مهمې لوبې کتلو ته د هند و پاکستان د کرکټ د مخورو لوبغاړو او فلمي ستورو سربېره، عمران خان او يو شمېر نور پاکستاني سياستوال هم د کلکتې ايډن ګارډن لوبغالي ته ورغلي وو.

د يادونې وړ ده، چې نن به د روان شل اوريز کپ دوه نورې لوبې هم وشي، چې يوه به يې د افغانستان او جنوبي افريقا ترمنځ او بله د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ وي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG