د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

نواز شريف او راحيل شريف نن سعودي عربستان ته ځي


ټاکل شوې چې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف به نن د سعودي عربستان د چارواکو په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:

"ښاغلى نواز شريف به سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د North Thunder په نامه د ٢١ هېوادونو د پوځي مشقونو کتنه وکړي او په اختتامي مراسمو کې به يې برخه واخلي. "

دا په داسې حال کې ده چې د څو ورځو راپه دې په سعودي عربستان کې د ٢١ هېوادونو د پوځيانو ګډ پوځي مشقونه روان دي چې پاکستان هم په کې برخه لري.

د بهرنيو چارو د وزارت خبر پاڼه کاږي چې ددغه پوځي مشقونو بنيادي مقصد د ترهګرو له خوا د رامنځته شوي ګواښ د مخنيوي لپاره د چمتووالي نيول دي.

له بلې خوا د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي:

"د پوځ مشر جنرال راحيل شريف به د ځانګړې بلنه په ترڅ کې سعودي عربستان ته دوه ورځنى سفر او د ٢١ هېوادونو د ګډو پوځي مشقونو کتنه به وکړي."

په سعودي عربستان کې د ٢١هېوادونو ګډ پوځي مشقونه تر هغې وروسته پيل شول چې دغه هېواد د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د ٣٤اسلامي هېوادونو د يوه ګډ پوځي اېتلاف جوړولو اعلان کړى و.

سعودي چارواکو د پاکستان په ګډون له يو شمېر اسلامي هېوادونو غوښتي وو چې په دغه پوځي اېتلاف کې دې شامل شي او ددې هېواد د بهرنيو او د دفاع وزيرانو په دې لړ کې اسلام اباد ته سفرونه هم کړي وو.

که څه هم اسلام اباد لا په دې اړه ښکاره څه نه دي ويلي، خو د پاکستان سياسي او پوځي مشران ټينګار کوي چې د ضرورت او د سعودي د ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې پاکستان تل له سعودي عربستان سره اوږه پر اوږه ولاړ وي.

د بهرنيو چارو وزارت پخپلې خبرپاڼه کې يو ځل بيا دا خبره تکرار کړې او همداراز يې د ترهګرۍ او سختدريځۍ د ځپلو لپاره د هر ډول سيمه ييزو او نړېوالو هڅو ملاتړ اعلان کړى او په دې لړ کې يې له نړېوالې ټولنې سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړى.

د يادونې وړ ده چې وزيراعظم نواز شريف سعودي ته تر سفر مخکې د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له جګپوړوي سياسي او پوځي مشرانو سره کتلي او د ترهګرۍ په ضد د روانې جګړې په ګډون يې ورسره په يو شمېر مساېلو خبرې کړي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG