د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

محمد محقق د افغانانو د تېښتې یو مهم لامل افراطیت ګني


د افغانستان د اجراییه ریاست چارواکي په وروستیو کلونو له هېواده د خلکو د تېښتې یو مهم لامل افراطیت ګني او وايي، پکار ده چې د دغه وضعیت مخه ونیول شي.

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کډوالو د نړېوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په داسې حال کې چې سږ کال کډوالي په یوې نړېوالې ستونزې بدله شوې، د افغانستان د اجراییه ریاست چارواکي وايي، افغانان له دې امله له هېواده تېښتې ته اړه شوی چې افراطیت او ترهګرۍ یې کورونه ور وران کړي دي.

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د کډوالو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې ټینګار وکړ چې ځینو کړېو په لویو پانګونو سره افغانستان له دغه حالت سره مخ کړی دی.

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"د مهاجرت پدیده چې پراخه شوې ده دلیل یې دا دی چې ځیني اړخونو داسې احساس کړې چې د سیمې هېوادونه ښه نظامونه نه لري، باید دغه نظامونه بدلون ومومي تر څو یوه ښه ورځ وویني، فکر کوم چې عمیق او پراخ دخالتونه په لویو پانګو سره تر سره شوي دي، یوه مرغۍ هم چې کور یې وران کړې محبوره ده چې بل ځای ولاړ شي، خلک په دواطلبانه ډول اروپا ته نه ځي، رېښتیا دا ده چې کورونه یې وران شوي، افراطیت راغلی اور یې ور ورته کړی دی."

ښاغلي محقق وویل پکار ده چې د دغه وضیعت د مخنیوي په هدف هغوی چې د افراطیت او ترهګرۍ زېږنده دي لاس په کار شي.

خو ښاغلي محقق د ترهګرو په ملاتړ د کوم خاص هېواد نوم وا نه خیست.

د افغانستان د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یواځې په روان زېږدیز کال کې ۱۴۶ زرو څخه زیات افغانان له هېواده تېښتې ته اړه شوی دي.

چې ویل کېږي ډېری یې ځوانان او له هېواده د تېښتې وجه یې هم بې کاري او د امنیت نه شتون دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځوانانو د پیاوړی کولو او پرمختګ د ټولې او د مشارکت او عدالت موسسې له خوا په یوې نوې راغلي څېړنه ویل شوي چې په ځوانانو کې هم د هلکانو په پرتله اروپايي هېوادونو ته د نجونو د تېښتې موارد ډېر دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسن عالمي بلخي جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت تر ډېره اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه نیولې او هڅه یې کړې چې بهرنیو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې له خپل هېواده تېښته ونه کړي.

ښاغلي کرزي ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د پرله پسې هڅو او یووالي په نتیجه کې به هېواد امن شي:

"د خپل هېواد په پرېښودلو سره خپل منزل ته نه رسېږئ، بلکه په خپله خاوره کې په هڅو سره هر مقصد چې زړه مو وي هغې ته رسیږئ، که څه هغه د پیسه دارۍ مرام وي، د ژوند په نورو برخو پرمختګ او یا هم امنیت وي، زموږ په خاوره کې امنیت به زموږ د هڅو اتقاق او یوالي په ترڅ کې راځي او په اطمینان سره چې دا ارمان مو پوره کېږي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په اړه هم وايي چې د ځمکو د ویش لړۍ ورته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیویو هیوادونو ایران او پاکستان څخه راستانه شوی په زرګونه دغه کډوال له بېلابیلو ستونزو سره ټکوي وايي چې حکومت له دوی سره په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG