راپورونه وايي چې د کرمې ایجنسۍ په پاړه چنار سیمه کې پرون په یوه چاودنه کې لږترلږه ۲۴ کسان ووژل شول.
د افراطي وسله والو یوې ډلې چې د دې برید مسوولیت یې منلی دی ویلي چې دا حمله یې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم او ایران له خوا د مسلمانانو د وژنې په ځواب کې کړې ده.
پاکستان چارواکي وايي، چاودنه د کرمې ایجنسۍ په پاړه چنار سیمه کې په یوه مارکیټ کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې وشوه.
د جرمني خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې د پاړه چنار په بازار کې دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د ښځو په ګډون ګڼ خلک د تودو جامو د اخیستو په حال کې وو.
د دې سیمې یوه اوسیدونکي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ډول حملو عاملان ونیسي.
د دې حملې مسوولیت د لشکر جنګوي په نوم د افراطي وسله والو یوې ډلې چې پر فعالیت یې ظاهراً بندیز لګول شوی دی منلی.
د دې ډلې یوه ویاند علي بن سفیان پرون له رویټرز خبري اژانس سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، د دې بمي حملې په وسیله یې د هغو مسلمانانو غچ اخیستی چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د ایران له خوا وژل شوي دي.
د روانې میاشتې په لومړېو کې رویټرز اژانس خبر ورکړی و چې د زینبیون په نوم د پاکستان د شیعه ملیشو یوه ډله له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د جګړې په مقصد سوریې ته روانه شوې.
ویل کېږي چې د دې ډلې اکثریت غړي د پاړه چنار د سیمې دي.
په پاړه چنار کې د میشتو وګړو زیات شمېر شیعه ګان دي. پاړه چنار د کرمې ایجنسۍ هغه سیمه ده چې افراطي وسله والې ډلې په کې فعالې دي او په تیرو څو کلونو کې د سني او شیعه ترمنځ فرقوي نښتې هم په کې شوي او د ځان وژونکو حملو او د بمونو او ماینونو په چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په دې او شاوخوا سیمو کې د افراطي وسله والو ډلو او د فرقوي تشدد د له مینځه وړلو په مقصد پوځي عملیات کړي.