د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

طالبانو په زابل کې پر عامو وګړو ډزې کړې


طالب وسله والو تېره شپه په زابل پر عامو وګړو ډزې کړې او پنځه تنه يې ځای پر ځای وژلي دي.

وروسته په سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو او طالبانو تر منځ هم نښته شوې چې پi کې د يو قومندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو تېره شپه د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د پنځو تنو ځوانانو پر يوه ډله ډزې کړې دي او ټول يې ځای پر ځای وژلي دي.

دغه ځوانان ماخوستن د مجلس لپاره راوتلي وو او تر پېشلمي پورې به همدلته ناست وای، خو که د يوې بجې په شاو خوا کې طالبان ورباندې پېښ نه شوي نه وای.

د زابل د امنيه قومندانۍ وياند فواد عسکري وايي، طالبان نه غواړي چې څو ځوانان سره کښېني او يوه شېبه چېرته وخاندي، کنې نو د ده په خبره، وژلو شويو کسانو پر طالبانو هيڅ نه وو کړي.

دی وايي، د دغو کسانو تر وژل کېدو وروسته سيمه‌ييزو پوليسو بريدګر طالبان محاصره کړي او د يو قومندان په ګډون يې پنځه تنه همالته وژلي دي:

"ځوانان همداسې راوتلي وو او د شپې يخې هوا ته يې مجلس کاوه چې طالبان ورباندې پېښ شوي، ډزې ورباندې يې کړې او د نوبهار پنځه تنه ځوانان يې وژلي دي.

په دغه سيمه کې طالبان په باغونو کې هم پټ شوي وو، خو کله چې يې ځوانان وژلي سيمه‌ييزو پوليسو محاصره کړي، درې تنه يې همالته ځای پر ځای وژلي او د دوو تنو جسدونه نن په يوه باغ کې پيدا شوي دي."

د سيمې اوسېدونکيو له سهاره راهيسې په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پرضد چيغې پيل کړې او له دولت څخه غوښتنه کوي چې وسلې ورکړي او دوی له طالبانو د خپلو ځوانانو غچ واخلي.

د امنيه قومندانۍ وياند وايي، له مرکز څخه ولسوالۍ ته امر شوی چې د کليوالو هر څومره وسلې په کار وي، ورته دې ورکول شي.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG