د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

بدخشان کې د لاجوردو کان د وسله والو په ولکه کې دی


د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکی وايي چې له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د دغه ولایت د لاجوردو پرکان د دولت وسله والو مخالفانو خیټه اچولې ده.

له ډیرې مودې راهیسې په بدخشان ولایت کې د لاجوردو د کان د خپله سره کیندنو او قاچاق خبره کیږي؛ خو اوس سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په دې ولایت کې د لاجوردو د کان څلویښت فیصده ګټه طالبانو ته ورځي.

د بدخشان ولایت مرستیال ګل محمد بیدار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې ولایت د لاجوردو کان له شا او خوا یو نیم کال راهیسې له وسله والو مخالفینو سره دی او په غیر قانوني ډول کیندل کېږي:

"دا سیمه اوس د دولت په واک کې نه ده؛ د وسله والو مخالفینو سره ده؛ هغوی خپله کیندنه کوي، ډیپو کوي یې خو انتقال یې موږ بند کړی دی."

د ښاغلي بیدار په خبره په راغستان ولسوالۍ کې هم له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په غیرقانوني ډول د طلا کار چې په سیمه کې ورته ریګ شویي ویل کیږي؛ روان دی.

ده وویل چې د دې کان د ایستلو تړون دوه کاله دمخه له یو ترکي شرکت سره لاسلیک شوی و.

ښاغلی بیدا زیاتوي چې د دغه کان شل فیصده ګټه هم وسله والو مخالفانو ته رسیږي.

بدخشان ولایت د کانونو له نظره د افغانستان له غني ولایتونو څخه دی؛ خو راپورونه وايي چې د نا امنیو له وجې وسلوال مخالفین ترې د ځان د پیاوړي کولو لپاره ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ملي امنیت شورا د بدخشان د لاجوردو د کان د غیر قانوني کیندنې او انتقال د مخنیوي امر ورکړی او ولسمشر غني هم دغه ولایت ته په خپل سفر کې د نوموړي ولایت د کانونو په غیر قانوني کیندنه انتقاد وکړ.

د بدخشان په څو ولسوالیو کې وروستیو نا امنیو او په غیرقانوني ډول د لاجوردو د کان کیندنې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د یو شمېر استازو اندېښنې هم راپارولي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازی امان الله پیمان ازادۍ راډیو ته وویل چې حکومت باید د شته ستونزې د هوارې لپاره د دې ولایت امنیت ته جدي پام واړوي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې شته ستونزو ته به دېر ژر د هواري لار پیدا او بدخشان به د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې په یو امن ولایت بدل شي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

"په بدخشان ولایت کې به افغان امنیتي ځواکونو پراخ پوځي عملیات وکړي؛ د پولیسو او ملي اردو هڅه دا ده چې په دغه ولایت کې د ترهګرو جونګړې ورانې او ځیني به ولسوالۍ تصفیه کړي؛ انشاءالله هر ستونزه چې وي؛ د دغو عملیاتو په نتیجه کې به هواره شي."

په بدخشان ولایت کې د لاجوردو د کانونو د کیندنې موضوع کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې تردې وړاندې د افغانستان له ګڼو نورو ولایتونو څخه هم داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې سیمه ییز زورواکي او وسله وال مخالفان له کانونو څخه ګټه اخلي.

په عین حال کې څیړونکي وایي، که امنیت ښه وي او د افغانستان کانونه په فني ډول وکیندل شي؛ نو د دې هېواد اقتصاد به پښو ودروي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG