د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

د افغانستان د ښځو راتلونکې به څه ډول وي؟


ورلډ پالټیکس رفیوو World Politic Review خپرونې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ښځو د راتلونکې په اړه یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

کله چې د مارچ میاشتې په وروستیوکې د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهوررئیس بارک اوباما سره وکتل، دا خبره یي وکړه چې یوه ورځ به په افغانستان کې ښځه د جمهوري ریاست پرڅوکۍ کېني، دا په داسې حال کې وه چې د دوو جمهورو رئیسانو له کتنې څخه څو ورځې وړاندې په کابل کې یوه وحشتناکه او زړه دردوونکې پیښه شوې وه.

۲۷ کلنه فرخنده چې دیني علوم یي ویلي و، په ډیرې بي رحمۍ سره ووهل شوه، شکنجه شوه او ووژل شوه.دې ماجرا او جنایت دوه ساعته دوام وکړ.

خپرونه لیکي:

د پولیسو په ګډون، په سلګونوکسانو د فرخندې د وهلو او وژنې ننداره کوله.راټولو شویو خلکو د نوموړې مړی ته وروسته اور واچاوه.

خپرونه زیاتوي، دا چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مخ په کمیدو دی، له خلکو سره دا اندیښنه پیدا شوې چې د افغانستان د ښځو راتلونکې به څه ډول وي؟

خپرونه لیکي:

دې پوښتنې ته ځواب به په افغانستان کې د امریکا د اوږدې مودې د حضور اغیز او د افغانستان په څيرجنګ ځپلو، سنتي او عنعنوي ټولنوکې د نوروهلوځلو د عبرت درسونه په ډاګه کړي.

د خپرونې په باور، په افغانستان کې د ښځو حقونه تراوسه یقیني شوي نه دي او دا هم نه ده معلومه چې ایا افغانستان به یو داسې هېواد وي چې ښځې ته به په کې د جمهوري ریاست فرصت پیدا شي.

ورلډ پالیټکس رفیوو وړاندې لیکي:

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې ښځو د خپلو حقونود ترلاسه کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کړي، خو دوي لاهم له سختو شخړو، ویاړوژنو، تبعیض او جنسي تیریو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضورپه کمیدوسره د ښځود حقونو په ګډون، د افغانستان ثبات او پرمختګ ته زیات خطرونه متوجه شوي او دا په داسې حال کې چې د اشرف غني ناڅرګند سیاسي ایتلاف د وسله والو له دوام داره مقاومت او ړنګیدونکې اقتصادي حالت سره مخامخ دی.

نیویارک ټایمزو ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړو د زیاتیدو په اړه یو مضمون خپور کړی او په پیل کې یي لیکي:

د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې د طالبانو او افغان پوځ تر منځ سختې جګړې شوي چې د راپورونو له مخي، شل تنه افغان عسکر په کې وژل شوي او د ځینو د سرونو پریکولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

له دې جګړوڅخه ښکاري چې د ځينوکسانو د اټکل پراساس به سږنی کال په افغانستان کې د جګړو ترټولو سخت کال وي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان ځواکونه سږکال په یوازې ځان د وسله والو پرضد جنګیږي او د امریکایي ځواکونو لږ ملاتړ ورسره دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په افغانستان کې د ځمکنیو جګړو او عملیاتو له امله د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم زیاته شوي او د روان عیسوي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکېانو مرګ ژوبله د تیرکال د همدي مودې په پرتله، په سلو کې ۸ زیاته شوی ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) په یوه راپور کې ویلي چې د مارچ میاشتې ترپایه د افغانستان په شخړو کې ۱۳۶ تنه ملکېان وژل شوي او ۳۸۵ نورټپیان دي.

XS
SM
MD
LG