د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

حيدري: د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو هرکلى کوو


د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حيدري وايي؛ که په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د مفاهمت لاره جوړه شي؛ دوى یې هرکلى کوي

د جمعيت علماى اسلام فضل الرحمن ګوند يو مرکزي مشر مولانا عبدالغفور حيدري د مارچ پر پينځمه له بلوچستانه د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې په ټاکنو کې بريالى شو او په مرکزي حکومت کې د شاملو او اپوزيسون ګوندونو په ملاتړ د سنا د مرستيال مشر په توګه و ټاکل شو.

عبدالغفور حيدري د يکشنبې په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته په خبرو کې وويل چې د مشرانو جرګې د مرستيال مشر په توګه به يې لومړنۍ دنده دا وي چې د بلوچستان ستونزې را برسېره کړي او د حل لاره ورته و لټوي:

"له بلوچستانه ګاز راوځي، خو دلته په لويو ښارونو او سيمو کې ګاز نه شته؛ دلته خلک بې روزګاره دي، په ډېرو کليو کې تعليمي مرکزونه نه شته؛ د امنيت ستونزه ده، دلته چې يو نظرياتي اختلاف روان دى؛ که مو وس ورسېد او زمينه راته برابره شوه؛ نو د دغو اساسي ستونزو د لاملونو علت او د حل لاره به يې و لټوو."

په پېښور کې د ډسمبر پر شپاړسمه پر ښوونځي تر حملې وروسته د پاکستان پوځي او سياسي رهبري د ترهګرۍ په ضد يو نوى هوډ وکړ او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره يې يو نوى ملي پلان جوړ کړ چې له مخې يې په پاکستان کې د ترهګرو په ضد عمليات کېږي؛ د ويډيوګانو او کتابونو په وسيله د افراطي موادو د خپرولو مخه نيول کېږي او د ناراجسټر شويو ديني مدرسو په ضد اقدام کېږي.

مولانا حيدري د دې نوي ملي پلان په اړه وويل:

"دا لومړى ځل دى چې سياسي ډلې او پوځي رهبري سره همږغي دي او قريباً د ټولو نظر دا دى، چې ترهګري که په هره بڼه وي نوره د زغم وړ نه ده بايد و ځپل شي.

په کراچۍ کې [د ايم، کيو، ايم] پر مرکز وروستي عمليات هم د ټولو ګوندونو په سلا - مشهوره وشول؛ هر ځاى چې عمليات کېږي ضرور به هلته څه تکليفونه هم پېښېږي؛ خو ترهګري په هر حال بايد و ځپل شي؛ د هغه لپاره که عملياتو ته اړتيا وي؛ که مفاهمت او مذاکراتو ته اړتيا وي؛ ټولې لارې بايد خلاصې وي."

په دې وروستيو کې چې له افغان حکومت سره د افغانستان د وسله والو طالبانو د احتمالي مذاکراتو خبرې کېږي؛ د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر د دغو هڅو هرکلى وکړ او ويې ويل چې افغانستان او پاکستان له يوه بل سره تړلي هېوادونه دي؛ د دواړه سوله او نارامي يو بل اغېزمنولاى شي:

"په افغانستان کې که له وسله والو سره د مفاهمت زمينه برابرېږي؛ موږ خو هرکلى کوو، موږ په دې فکر يو چې که په افغانستان کې امنيت وي؛ په پاکستان کې به هم امنيت وي، که په پاکستان کې امنيت وي، په افغانستان کې به امنيت وي، دا دواړه هېوادونه له يو بل سره تړلي دي؛ ځکه موږ وايو چې که د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات پيل شوي وي يا پيلېږي يا يې د پيلېدو احتمال دى موږ يې هرکلى کوو."

د چېن او پاکستان تر منځ د شوي تړون له مخې له ګوادره تر کاشغره د جوړېدونکې اقتصادي لارې د بدلون په اړه مولانا عبدالغفور حيدري وويل چې دا لاره به ارومرو د بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو له لارې غځول کېږي؛ پر دې به له چا سره هيڅ جوړجاړى ونه کړي. دی وايي د ګوند مشر يې مولانا فضل الرحمن دا مهال د چېن په سفر دى او په دې اړه به د چېن له چارواکيو سره هم خبرې وکړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG