د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

یو شمېرمدني فعالانو په غزني کې د داعش پرفعالیتونو اندیښنه وښوده


د مدني ټولنې لسګونه فعالان نن ″جمعه″ په کابل کې راټول شوي و او د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړي توګه غزني کې یې د اسلامي دولت د وسله والو پرفعالیتونو اندیښنه څرګنده کړه.

د مدني ټولنې دغو فعالانو له حکومته وغوښتل چې د تروریستي ډلو په خاصه توګه د اسلامي دولت مربوط وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

خو افغان حکومت وایي، د اسلامي دولت ډله چې مخکې ورته داعش ویل کیده، په افغانستان کې نشته.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیتونو په اړه د راپورونو په دوام، د مدني ټولنې یو شمېرفعالان په غزني کې هم د دغې ډلې له فعالیتونو اندیښنه لري.

د مدني ټولنې لسګونه غړيو د جمعې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې په همدې اعتراض مظاهره وکړهاو پرحکومت یې انتقاد وکړ چې په غزني کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام نه کوي.

د مظاهره کوونکو یوه غړي محمد هادي دریایي یو پریکړه لیک هم خپورکړ چې په کې له غزني څخه نورو ولایتونو ته د وسله والو د فعالیتونو خپریدو ته اشاره شوې:

″د غزني ناوړه امنیتي وضعیت او په دغه ولایت کې د تروریستي ډلو نفوذ د نورو ولایتونو پرامنیت مستقیم تاثیر لري.

اوس په ځينو ولایتونو له هغې ډلې غزني کې د جنایتکارې ډلې داعش فعالیتونه محسوس دي او دا ښیې چې، که موږ امنیت ته پام ونه کړو، نو د جنایتونو طوفان به په مخ کې ولرو.″

مظاهره کوونکو د کابل غزني پرلاره د ناامنیو، ماینونو او وسله والو غلاو څخه هم شکایت وکړ او د غزني سیمه ییز چارواکي یې په بې پروایي تورن کړل.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والو موجودیت څه موده مخکې د بهرنیوځواکونو د عمومي قومندان له لوري هم تایید شو.

داسي راپورونه خپاره شول چې د اسلامي دولت وسله والو په ځينو ولایتونو لکه هلمند، فراه، لوګر او سرپل کې تور بیرغونه لګولي او فعالیت کوي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل چې، دوي په افغانستان کې د دغې ډلې د موجودیت د راپورونو په اړه څيړنې کوي:

″موږ تراوسه دا راپورونه څيړو چې هغه کسان چې ځان ته داعش وایي، یا نومونه یې اړولي، له داعش سره څه ارتباط لري.″

ښاغلی صدیقي وایي، افغان ځواکونه چمتو دي چې په افغانستان کې له هرې ډلې سره په هرنوم چې وي، مبارزه وکړي.

نوموړي له دې وړاندې ازادۍ راډیو ته ویلي و، کوم کسان چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والو په نامه فعالیت کوي، په حقیقت کې پخواني طالبان دي چې خپل نومونه یې اړولي دي.

کارپوهان وایي، دغه ډله په افغانستان کې د طالبانو یوه متبادله ډله ده چې ځیني استخباراتي کړۍ یې په دغه هېواد کې د خپلو اهدافو د عملي کیدو لپاره د جوړولو هڅه کوي.

دوي دې ټکې ته د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او وایي چې نورنوباید په افغانستان کې د تروریستي ډلو ودې ته اجازه ورنکړل شي.

XS
SM
MD
LG