د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

خبرونه

صنعت کاران: که نوی حکومت یوه مشخصه پالیسي جوړه کړي، نو حاضر یو چې یو نیم میلیارد ډالر پانګونه وکړو

د افغانستان د صنعت کارانو سراسري ټولنه وایې، که چیرته نوی افغان حکومت ورته یوه مشخصه پالیسي جوړه کړي، نو حاضر دي چې په افغانستان کې یو نیم میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

د دغې ټولنې مشر شیرباز کمین زاده آزادی راډیو ته وویل، چې که د دوي غوښتنه ومنل شي نو په یوه کال کې به دغه پانګونه وکړی.

نوموړي وویل، چې په تیرو څه باندي لسو کلنو کې په ټول افغانستان کې درې زره فابریکې جوړي شوې چې پکې شاوخوا دوه لکه او شپيته زره کارکونکو کار کاوه.

خو نوموړي وویل، چې په تیر یوه کال کې د انتخاباتي ستونزو له امله شاوخوا څلویښت زره کارکونکي بیکاره شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران د انرژۍ وزیر وايي له هلمند سینده خپل د اوبو حق اخلي

عباس علي‌آبادي
عباس علي‌آبادي

د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، هېواد یې د سیستان و بلوچستان ولایت د اوبو د حق د تامین لپاره له افغانستان سره په مذاکرو بوخت دی.

ایراني رسنیو پرون جمعه د ایران د انرژۍ د وزیر عباس علي‌آبادي څرګندونې رااخیستي چې په سیستان و بلوچستان کې یې د اوبو د یوې پروژې د کتنې پر مهال دا څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي، بېلابېلې طرحې لرو، چې د دغه ولایت د اوسېدونکو د اوبو حق د دې سیمې او افغانستان د اوبو له سرچینو تامین شي او دا د ایران په لومړیتوب کې شامله موضوع ده.

ایران په وروستیو کې تور لګولی، چې افغانستان پر هغو سیندونو چې ایران ته ور روان دي د بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو له حق سرغړونه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تلې/ میزان میاشت کې ویلي وو، د هلمند له سینده د دغه هېواد بشپړه د اوبو حق ابه له طالبانو اخلي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، د دواړو هېوادو ترمنځ د ۱۳۵۱کال معاهدې له‌مخې د هلمند له سینده، د ایران د ایران د اوبو حق تامینوي.

پاکستان افغان محصلانو ته تازه بورسونه اعلان کړل

ارشیف
ارشیف

پاکستان پرون د راروانو درېیو کلونو لپاره افغان محصلانو ته د «علامه اقبال» په نوم د تحصیلي بورسونو د پروګرام درېیم پړاو اعلان کړ.

د دغه پروګرام له مخې ټاکل شوې افغان محصلانو ته په دغو درېیو کلونو کې ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل شي.

که څه هم په افغانستان کې د پاکستان د تحصیلي بورسونو په اړه شکونه او بدبینۍ شته، خو پاکستان وايي یوازې به روانه میاشت څه باندې ۲۲زره محصلان په انلاین ډول په دغه تحصیلي پروګرم کې ګډون وکړي.

ویل شوي، دغه بورسونه د طب، انجنیرۍ، کرنې او نورو برخو کې دي او ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق دا افغان محصلانو ته تر ټولو محبوب بورسونه بللي دي.

طالبانو د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لګولی او په وروستي مورد کې یې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو تعلیم هم منع کړ.

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د نجونو پر تعلیم خبرې کېږي

ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو محدودیتونه دوام لري نن په پاکستان کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې پر دغه بندیز بحث کېږي.

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (Organization of Islamic Cooperation (OIC) ) دغه غونډه چې د ۴۷ هېوادونو ۱۵۰ استازي په کې برخه لري، نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.

د پاکستان د پوهنې وزارت پرون جمعه ویلي، په دې غونډه کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو معلومه نه ده چې طالبان په کې برخه اخلي که نه.

ویل شوي، د دې غونډې یو هدف، په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې پر پرتو ستونزو او محدودیتونو بحث دی.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، په دې غونډه کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ملالې پرون پر هغې د برید دوولسو کلونو پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې نجونې تر همدردۍ زیات څه ته اړتیا لري.

د امریکا په لاس انجلس کې پراخ اور لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي

د کالیفورنیا اور
د کالیفورنیا اور

د امریکا په لاس انجلس کې د هستوګنې په څوسیمو کې د تیرو څو ورځو د لګیدلو اورونو په نتیجه کې لږترلږه لس کسان مړه شوي او څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په ډیرو سیمو کې اورونه له کنټروله وتلي او اور وژونکي یې تراوسه د مړه کولو هڅې کوي.

د راپورونو له مخې په لاس انجلس کاونټي کې شاوخوا ۱۷۹ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او شاوخوا دوه لکه نورو ته له خپلو کورونو د وتلو خبرداری ورکړل شوی او هرکله چې ورته امروشي باید خپل کورونه پریږدي.
یل کیږي چې دغو اورونو تراوسه د څه باندې اته ملیارډ ډالرو زیان رسولی دی.
د لاس انجلس ډیرو هغو سیمو کې چې اورونو په کنډوالو بدل کړي، د خلکو د شتمنیو د لوټ او تالان د مخنیوي لپاره د شپې له خوا ګرزبندیز لګول شوی او په سړکونو او لارو کې د ایالتي ملي ګارډ پرسونل ګزمې کوي.
د کلیفورنیا ایالت د اور وژنې ادارې په وینا دغو اورونو تر اوسه پورې په لاس انجلس کې څه باندې اویا زره جریبه ځمکه سوځولې ده.

هاکان فیدان: ترکیه هر ډول ګواښ له منځه وړلی شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، ترکیه دا وړتیا او پیاوړتیا لري چې د هیواد امنیت ته هرګواښ له مینځه یوسي.

ښاغلي فیدان دغه څرګندونې نن جمعه په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې څو ورځې وروسته له هغې وکړې چې انقرې په سوریه کې د کرد ځواکونو په وړاندې د پوځي اقدام ګواښ وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، ترکیه پرځواک او وړتیا سربیره کلکه اراده لري چې د خپلې بقا لپاره ټول ګواښونه په نطفه کې شنډ کړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د ښاغلي فیدان اشاره د سوریې په شمال کې هغو کرد وسله والو ته وه چې انقره یې د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره په تړاو تورنوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې ترکیه نیت نه لري چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له ړنګیدو وروسته د دې هیواد د خاورې کومه برخه ونیسي.

د لکي مروت د تښتول شویو کان کیندونکو له ډلې ۸ تنه بېرته موندل شوي

پاکستاني کارګر
پاکستاني کارګر

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي د یوه کان د هغو کارګرانو له ډلې چې افراطي وسلوالو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې تښتولي وو، ۸ تنه یې موندل شوي دي.

د پولیسو یوه افسر محمد اعجاز ویلي، چې د دغو کارګرانو د ژغورنې عملیات د هغوی له تښتونې وروسته پیل شول.

افراطي وسلوالو پرون سهار د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د کان د کارګرانو پر موتر په یوه کمین کې حمله وکړه او ۱۶ تنه یې له ځان سره بوتلل.

اعجاز ویلي، دا حمله هغه وخت وشوه، چې دغه کارګران لکي مروت سیمې ته نږدې د کانونو یوې پروژې ته پر لار وو. هغه نور جزئیات نه دي ورکړي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امنیتي چارواکو په وینا راپور ورکړی، هغه کان چې دغو کارګرانو په کې کار کاوه، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون و.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت د ایران په یوه زندان کې د خپل یوه وګړي مړینه تایید کړه

د ایران او سویس بیرغونه
د ایران او سویس بیرغونه

دغه وزارت ویلي، چې په تهران کې د سویس سفارت د دې پېښې په اړه د ایران له چارواکو سره په تماس کې دی.

تر دې مخکې د ایران د قضائیه قوې خبري اژانس میزان پرون د سمنان ولایت د لوی څارنوال محمد صادق اکبري په وینا راپور ورکړی و، چې ویلي یې وو د سویس یوه وګړي د دغه ولایت په یوه زندان کې ځان وژلی دی.

د راپور له مخې د سویس دغه وګړی د «جاسوسۍ» په تور نیول شوی و.

د ایران سپاه پاسداران په وروستیو کلونو کې د ایران لسګونه دوه تابعیت لرونکي وګړي تر ډېره د جاسوسۍ په تور، له غربي دولتونو د امتیاز اخیستلو یا هم د خپلو بندیانو د تبادلې لپاره نیولي دي.

امیر خان متقي متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د هغه هېواد له ځینو چارواکو سره خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر عبداله بن توق المري متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو او نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) نور تفصیل نه دی ورکړی.

هغه لیکلي، په دې غونډه کې د کانونو پر استخراج، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره پر بازار موندنې او د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا بحث وشو.

متقي د چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او د هند د بهرنیو چارو د وزیر له معین وقار مسري سره کتلي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته لاړ.

د متحده عرب اماراتو په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، متحده عرب امارات یو له هغو درېیو هېوادونو څخه دی، چې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ د طالبانو مخکېنی رژیم په رسمیت پېژندلی و.

ټرمپ وايي، د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره د ده د کتنې لپاره تیاري نیول کېږي

د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې لپاره چمتوالی نیول کیږي.

ټرمپ پرون پنجشنبې په فلوریدا کې په خپل هستوګنځای کې له جمهوریپالو والیانو سره د کتنې په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین غواړي له ده سره وګوري او «موږد دې غونډې پرتنظیمولو کارکوو.»

ټرمپ وویل، جزییات یې تراوسه نه دي بشپړ شوي خو زیاته یې کړه چې پوتین غواړي ور سره وویني او دا خبره یې په عام محضرکې هم کړې او دوی باید دغه جګړه چې نده خونړۍ شخړه یاده کړه، پای ته ورسوي.

ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې چې د ولسمشرپه توګه د دندې له پلیدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، خونوموړي په دې اړه نورجزیات ندي افشا کړي.

هغه له پوتین سره خپلې اړیکې ستایلي او ادعا کړې چې دغه جګړه درولی شي. ټاکل شوې چې ټرمپ د روانې جنوري میاشتې په شلمه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

پاکستان کې تېر کال ۷۰ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي

د ماشوم د واکسین یو انځور
د ماشوم د واکسین یو انځور

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۴ کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمیر اویاو ته ورسید.

پرون د کراچۍ په ښار کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې خبر خپور شو. ډاکټران وایي چې دا ماشوم په اصل کې تیرکال په پولیو اخته شوی و او تازه یې ناروغي تشخیص شوه.

تر دې وروسته د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام اعلان وکړ چې سږ دوه زره پنځه ویشتم کال به په ټول پاکستان کې د فبروري له میاشتې تر پنځو کلونو پورې ماشومان بیا واکسین کړي.

په پاکستان کې د پولیو ۲۷ پيښې په بلوچستان کې، ۲۱ په خیبرپښتونخوا کې، ۲۰ په سند کې او یوه یوه پيښه په پنجاب او پلازمینې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پیښې پکې لیدل کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG