د افغانستان حکومت وايي، امریکا د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو وسایطو ته د سونګ موادو او نورو حمایوي خدماتو په بندولو سره غواړي؛ پر افغانستان فشار راوړي، څو له امریکا سره امنيتي، دفاعي تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان امنیتي چارواکو پرون د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل چې؛ د امریکا پوځ د ملي اردو او ملي پولیسو جزوتامونو ته د تېلو او نورو اکمالاتو رسول بند کړي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې؛ د ملي امنیت شورا د امریکا د پوځ دا اقدام د پخوانیو ژمنو او د همکارۍ د روحیې خلاف کار وباله. بیان زیاتوي د ملي امنیت شورا دې نتیجې ته ورسېده چې؛ د امریکا له خوا پر افغان امنیتي ځواکونو د تېلو او لوژستیکي خدماتو د بندولو هدف پر افغانستان فشار راوړل دي؛ څو له خپلو شرایطو لاس واخلي او ژرترژره له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان ځوان امنیتي ځواکونه چې په تېرو دولسو کلونو کې تر ډېره د بهرنیو پر مرستو متکي پاتې شوي؛ ښايي، تر راتلونکو کلونو هم د نړیوالو همکاریو ته اړتیا ولري.
د امنیتي چارو کارپوه متقاعد جنرال "عبدالواحد طاقت" وايي چې؛ د امریکا د پوځ له خوا د تېلو او لوژستیکي اکمالاتو بندول به افغان ځواکونه په ورځنیو عملیاتو کې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم د ملي امنیت شورا په غونډه کې وویل چې؛ د امریکا پوځ د پخوانیو موافقو خلاف د ملي اردو او پولیسو ځواکونو ته په دوو دریو مواردو کې د تېلو او نورو اکمالاتو له ورکولو ډډه وکړه او له دې کبله د دوی په چارو کې خنډ رامینځ ته شوی.
د جمهوري ریاست له خوا د خپاره شوي بیان له مخې د ملي امنیت شورا غونډې وویل چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي یوازې د همکارۍ له لارې نتیجه ورکولای شي نه د فشار او پر افغانانو د ځان د متکي کولو له لارې.