د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

هروي: په جزايي قانون کې د سنګسار د حکم اجرا تقریباً ناشونې ده


په داسې حال کې چې د بشري حقونو فعالان د افغانستان د حکومت له لوري په جزايي قانون کې د سنګسار د تطبیق په اړه اندېښنه ښيي؛ د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، په دې برخه کې دومره سخت شرایط اېښودل شوي چې تقریباً د دې حکم اجرا ناممکنه ده.

د افغانستان حکومت د جزا په قانون کې د سنګسار د اجرا کولو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د افغانستان د عدلیې وزارت د تقنین د ریاست سرپرست "عبدالروف هروي" تاییدوي چې؛ د قانون په مسوده کې د سنګسار مساله شامله ده؛ خو ډېر سخت شرطونه اېښودل شوي چې؛ د سنګسار د حکم تطبیق خورا محدودوي.

"دا شرطونه د سنګسار د حکم تطبیق کاملاً محدودوي؛ تر دې چې ویلی شم، چې د دې کار اجرا محال ده."

د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې؛ د افغانستان د عدلیې د وزارت یوې کاري ډلې؛ چې د یوه نوي قانون پر مسودې کار کوي؛ وړاندیز کړی چې، د زناکارو ښځو د سنګسارولو په شمول دې د زنا په برخه کې سخت اسلامي قوانین اجرا شي.

خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې؛ د عدلیې وزیر دا خبره رد کړې ده.

د بشري حقونو د څار د دلې د راپور له خپرېدو وروسته د هالنډ او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې؛ دا مساله له افغانستان سره د دوی پر مرستو او اړیکو منفي اغېز لرلی شي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس ټیمیرمنس وویل؛ که افغانستان د زنا په تور د ښځو د سنګسار قانون تطبیق کړ؛ له هالنډ سره به خپلې اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې رييس براډ اډمس وویل:

"دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې؛ د طالبانو د رژیم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته د کرزي حکومت بېرته د سنګسار جزا تطبیقوي. د کرزي حکومت باید لږترلږه د بشري حقونو له لومړنیو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړاندیز سمدستي رد کړي."

په مسوده کې، چې د بشري حقونو د څار ډلې یې کاپي لېدلې ده؛ ویل شوي؛ که محکمې یوه ښځه او نارینه، چې واده یې سره نه وي کړی؛ د جنسي اړیکو په لرلو تشخیص کړل؛ دواړه باید په هغه صورت کې اعدام او سنګسار شي چې؛ د جرم مرتکیبان مجرد نه وي.

په مسوده کې دا هم ویل شوي چې؛ ښځې ته باید د سنګسار سزا د عامو خلکو په مخکې ورکړای شي.
XS
SM
MD
LG