د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

امريکا تاييد کړه چې له متحدانو سره په جنجال اوښتې


جين ساکي
جين ساکي
د امریکا حکومت تاییدکړه چې د دوي د استخباراتي ادارو لخوا د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرل د ټلفوني مکالمو د څارنې د رپوټ افشا کیدو ، د واشنګټن او متحدانوتر منځ جنجال پیدا کړی دی.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل چې امریکايي چارواکو د جرمني او نورو متحدانو سره خبرې پیل کړې او ډیر ژر به د جرمني یوه هیات واشنګټن ته ولاړ شي.

ساکي وويل:

په دې کې اصلا د پوښتنې ځای نشته چې د پټو معلوماتو افشا کیدو د ځينی متحدانو سره لانجې پیدا کړې دي. موږ د هغوي سره په خبرو لګیا یو او دا خبرې به دوام وکړي. د جرمني یو هیات چې په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته را روان دی .
د اروپايي اتحاديې رهبرانو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د دوي او واشنګټن ترمنځ عدم اعتماد د استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري کمزوري کوی او دا به ترویزم پر ضد ګډه جګړه متاثره کړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون وویل، د امریکا د استخباراتي ادارو د پټو معلوماتو افشا کیدو پر واشنګټن د دوی باور ته سخته ضربه ورکړې ده .

د فرانسې او جرمني چارواکو ویلي، د روان کال تر پاي ته رسیدو مخکې به د جمهور ریس بارک اوباما د ادارې سره د استخباراتي فعالیتونو په اړه د یوه ګډ تفاهم د رامنځ ته کولو هڅې وکړی.

رپوټونه وايي، په ملګرو ملتو کې د برازیل او جرمني دپلوماتانو هڅې پیل کړې چې د دې سازمان عمومي اسامبله کې په ټوله نړۍ کې د الکترونیکي (انټرنټي او ټلفوني) معلوماتو د خوندیتوب د ضمانت یو پریکړه لیک تصویب کړي.

د بریتانیې چاپ ګارډين ورځپاڼې وړمه ورځ د ۲۰۰۶ (میلادي) کال یو رپوټ خپور کړ چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې پخواني قراردادي مامور ادوارد سنودن افشا کړي وو .

په رپوټ کې ویل شوي وو چې د امریکا استخباراتو د نړۍ د ۳۵ هیوادونو د رهبرانو ټلفوني مکالمې څارلې وې.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون وویل، ولسمشر اوباما د استخباراتي ادارو فعالیت ته د بیا کتنې غوښتنه کړې څو ډاډه شي چې له بهرنیو متحدانو یوازې هغه معلومات راغونډیږي چې د امریکا ملي ګټو ته مهم دي.

جین ساکي وويل:

ولسمشر موږ ته ، حکومت ته سپارښتنه کړې چې د خپلو متحدانو په اړه د استخباراتي او څارونکو فعالیتونو بیا کتنه وکړو . موږ غواړو دا ډاډ تر لاسه کړو چې دا معلومات د دې لپاره نه راغونډوو چې موږ یې د راغونډولو توان لرو بلکه د دې لپاره یې را ټولوو چې اړتیا ورته لرو.

امریکايي مقامات وايي د دوي دڅارونکو ادارو فعالیتونه د تروریستي دسیسو د شنډولو او د متحدو ایالاتو د ملي امنیت او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره ضروري دي.
XS
SM
MD
LG