په کابل کې پرون په يوه ځان وژونکي بريد کې د وروستيو راپورونو له مخې دوه تنه ملکيان ووژل شول، څلور کسان ټپيان شول چې دوه يې ماشومان او دوې ښځې دي.
د کابل امنيه قوماندان وايي د تېر مازيګر ځان وژونکى بريد موټربم چاودنه وه، چې چاودېدونکي مواد په يوه تېزرفتار موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
جنرال ظاهر ظاهر تر حملې وروسته د پېښې په ځاى کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د بريد هدف د ګمرک په څلورلارې کې د ګرين ويليج په نامه د بهرنيو ځواکونو يو لوژستيکي او اکمالاتي کمپ و:
”د انتحاري هدف دغه کمپ و. دغه کمپ تر ډېره اکمالاتي او لوژستيکي کارونه کوي. په داسې حال وخت کې چې د خوښيو، جشن او اختر ورځې دي، دوى ملکي خلک په نښه کوي.“
په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې د بريد هدف تر اکمالاتي کمپ دباندې د بهرنيو ځواکونو يو پوځي کتار و.
عيني شاهدان وايي، تر ځان وژونکي بريد وروسته د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي او د پېښې له ځايه لمبې پورته کېدې.
د پېښې په ځاى کې ځينو کسانو د ازادۍ راډيو له خبريال سره د خپلو سترګو ليدلى حال شريک کړ:
"دکان ته روان وو، چې د د درز غږ وشو او له هغه ځایه دوو او لمه پورته شوه."
وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى او بهرنيو ځواکونو ته يې د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.
د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې په بريد کې دوى ته تلفات نه دي اوښتي.
د خبري اژانسونو په حواله، په ګرين ويليج کمپ کې د اروپا د ډيپلوماتيکو ادارو د کارکوونکو، د نورو هېوادونو د اتباعو او د ملګرو ملتونو د مامورانو کورونه دي.
پر دې کمپ د تېر ميلادي کال د مې مياشتې پر دويمه هم يو ځان وژونکى بريد شوى و، چې يوشمېر افغان امنيتي ساتونکي په کې وژل شوي وو.