د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۶

"د مونشن د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د پارلماني نظام پلوي کوله"


ملي جبهه وايي، چې د مونشن په ناسته کې د افغانستان د موجودو ستونزو په هکله له بحثونو سربیره له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په دې هېواد کې د پارلماني نظام پر رامنځ ته کولو هم خبرې شوي.

د یادې جبهې مشر احمد ضیا مسعود د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، د جرمني د مونشن د غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د پارلماني نظام پلوي کوله.

د جرمني د مونشن ښار د روانې اونۍ په سر کې د یادې غونډې شاهد وو.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت له مخکې نه ویلي چې؛ په افغانستان کې د سیاسي نظام تغیر یوازې د قانوني میکانیزم له مخې امکان لري.

په دې اړه تفصیل د سید کمال شاه عارف په راپور کې اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG