د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

"افغانستان د ۴ نورو کلونو لپاره د امریکايي ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري"


یو شمېر لوړ رتبه امریکايي قوماندانان په دې باور دي چې؛ افغانستان تر ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته هم د امریکا پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ګډ قوماندان جنرال جوزف ډانفورد پرون (یک شنبه) د نیویارک ټایمز خبریال ته وویل چې؛ افغان ځواکونه اوسمهال د جګړې رهبري خپله کوي؛ خو د پرمختګونو د دوام لپاره د امریکايي ځواکونو حضور ته اړیتا ده.

جنرال ډانفورډ وايي چې؛ لږترلږه درې یا څلور کاله نور هم د دې اړیتا شته چې امریکايي ځواکونه د پردې شاته فعالیت وکړي؛ افغان ځواکونو ته د لوژستیک، هوايي ملاتړ او د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو او تحلیل کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو دې لوړ رتبه قوماندان ویلي چې؛ په دې هېواد کې د پرمختګونو د ساتلو لپاره تر ۲۰۱۷ میلادی کال پورې د امریکايي ځواکونو دې ډول ملاتړ ته اړتیا ده.

جنرال ډانفورډ دا نه ده توضیح کړې چې؛ څومره امریکايي ځواکونه به د دې ماموریت د ترسره کولو لپاره پاتې کیږي. خو واشنګټن پوست ورځپاڼې تیره اونۍ په یوه رپوټ کې ویلي وو چې؛ یوازې اته ویشت فیصده امریکاييان داسې فکر کوي چې؛ د افغانستان جګړه لا هم په دې ارزي چې مصرف ورباندې وشي.

خو جنرال ډانفورډ نیویارک ټایمز ته ویلي چې؛ په حقیقت کې وضعیت تر هغه څه چې په اخبارونو کې یې د څرګندولو هڅه کیږي ښه او د خوشبیني وړ دی.

ده ویلي چې، په افغانستان کې د جګړې د موسم نیمايي وخت تیر شوی او افغان ځواکونو ثابته کړې چې د امنیت ټینګولو توان لري.

متحدو ایالاتو حکومت مخکې ویلي وو چې؛ خپل څه نا څه نهه زره عسکر به د ناټو تر قومانده لاندې هیوادونو له یو شمیر ځواکونو سره په افغانستان کې پاتې کړي.

خو په افغانستان کې د امریکا د دې عسکرو پاتې کیدل او تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د امریکا د پوځي مرستو دوام د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په څرنګوالي پورې اړه لري.

د افغانستان حکومت یوه میاشت مخکې په قطر کې د اسلامي امارت په نوم د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو سره په اعتراض کې د دې امنیتي تړون لاسلیک وځنډاوه.

په امنیتي چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار رنګین دادفر سپنتا ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې؛ له تروریزم سره په مبارزه کې باید پر پاکستان فشار راوستل شي.

سپنتا وویل، تر هغو چې امریکا د تروریزم ملاتړ کونکو ته د متحدینو په سترګه ګوري دا امنیتي تړون نه شي کیدلای.

په افغانستان کې د مدني ټولنې د شبکې په نوم د یوې ټولنې رییس حنیف نظري وايي چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون ځنډيدو افغانان د خپل هیواد د راتلونکې په اړه اندیښمن کړي دي.

د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې؛ تر څو متحد ایالات افغانستان ته امنیتي او اقتصادي ضمانت ورنه کړي له امریکا سره د امنیتي همکاریو دا موافقه نه کوي.
XS
SM
MD
LG