د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۶

په حصارک ولسوالۍ کې پراخه چاڼيز عملیات پیل شول


په ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو چارواکي وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې پراخه چاڼيز عملیات د اسد د میاشتې په لومړی نېټه پيل کړل.

د سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسول محمد نعمان هاتیفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونه يې په دې عملیاتو کې حمایت کوي.

دی وايي دحصارک ولسوالۍ د تصفیه تر څنګ هلته ورسره په خوا کې د لوګر ځينې سیمې به هم له وسله والو پاکې کړي:

"زموږ ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د شاهین پنځلس په نامه چآنيز عملیات پیل شول،چې ټولې چارې يي د افغان ځوکونو په غاړه دي او دا لومړی ځل دی،چې افغان ځواکونه د عملیاتو لپاره ځمکني او هوايي ټولې چارې پر غاړه لري"

د هاتیفي په خبره دغه عملیات به په بشپړه توګه افغاني وي او ټول اکمالات به خپله افغان ځواکونه د هوا له لارې یادې ولسوالۍ ته کوي.

حصارک ولسوالۍ ته هغه مهال د امنيتي ځواکونو پام واوښت، چې د حصارک پخواني ولسوال شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ازادۍ راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د حصارک ولسوالۍ د له تېرو اوو میاشتو راهیسې د وسله والو له خوا کلابنده ده او چارواکي ورسره د وسلو مرسته نه کوي.

د ولسوال د دغو څرګندونو په غبرګون کې سمدلاسه وسلې او مهمات ولسوالۍ ته واستول شول او نن دا دی په دې ولسوالۍ کې چانيز عملیات هم پيل شول او پخوانۍ ولسوال عبدالخالق معروف هم له دندې څخه لرې او پر ځای يې یو نوی ولسوالۍ ور وپيژندل شو.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG