په کابل ښار کې د نورو ولایتونو څخه راغلی او هېواد ته راستنې شوې کورنی وایي، د روژې میاشتې لپاره خوراکې مواد، دارو درمل او داسې نور امکانات نه لري.
دوې چې؛ د ښار په مختلفو سیمو کې په زړو کنډوالو او خیمو کې اوسیږي له حکومت او موسسو غواړي چې؛ د روژې په میاشت کې ورسره مرسته وکړي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي،هڅې یې تیزې کړي چې؛ د روژې په میاشت کې ځینې بهرنۍ موسسې وهڅوي څو له دوې سره مرستې وکړي.
په کابل ښار کې میشتې بې ځایه او راستنې شوې کورنۍ وايي چې؛ د اقتصادي ستونزو له امله روژه ماتي ته څه نه لري.
د کابل ښار ځینو هغو سیمو ته مو مخه کړه چې؛ بیځایه شوی کورنی په کې په زړو کندوالو، خیمو او کمپونو کې اوسیږي.
د دې ښار « دوهم پروان » یوه له هغو سیمو څخه ده چې؛ د واټ تر څنګ یي څه باندې دوه سوه زړې خیمي ولاړې او زاړه ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان په کې اوسیږي.
دوي ازادی رادیو ته وویل، اندیښمن دې چې؛ د خوراکې موادو د نشتوالي له امله به د روژې په میاشت کې له کومو ستونزو سره مخ شي.
دوو تنو وویل:
"نوم مې صدیق اله دی، په دې خیمو کې پراته یو، اوبه، نشته،برق نشته دارو درمل نشته، کار نشته، په کورونو کې د خوړو لپاره هیڅ نه لرو.
نوم مې شربت دی، پنځه کاله له خپلو ماشومانو په دې خیمو کې پراته یو. روژه راغلی هیڅ تیاری ورته نه لرو، زه ریړه چلوم، په ورځ کې پنځوس یا سل ګټم، یخ او سابه پرې هم نه کېږي، مشکلات مو ډیر زیات دي."
یاده سیمه یوازینی ځای نه دی چې؛ هېواد ته راستنې شوې او له نورو ولایتونو بې ځایه شوي کورنې په کې اوسیږي بلکې د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وایي، د کابل په اوه ویشتو سیمو او د ولسوالیو په لسو سیمو کې دا ډول کورنۍ میشت شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د یو زرو درې سوه دوه نوی یم لمریزکال تر لومړیو درې میاشتو پورې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا څلور زره او پنځه سوه بیځایه شویو کورنیو اړولی دی.
دا کورنۍ اکثره له لغمان، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه د دوی په وینا له ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله کابل ته کډه شوي دي.
د راستنولو چارو وزارت چارواکې وایي، په هېواد کې ېې د اسلامي هېوادونو له سفارتونو او نورو بهرنیو موسسو سره اړيکې نیولي، څو له دغوکورنیو سره مرستې وکړي.
د دې وزارت د اضطراري حالاتو ريیس مهرخدا صبار ازادۍ رادیو ته وویل:
"اسلامیک ریلیف موسسې یو زروپنځه سوه دې کورنیو ته د مرستو پلان لري چې؛ خوراکې مواد په کې شامل دي، همدا رنګه د سعودي یوه موسسه هم غواړي پر شپږ سوه پنځوسو کورنیو مرستې وویشي.
د دې ترڅنګ د اماراتو سفارت ژمنه کړې چې؛ په روانه میاشت کې د خوراکې مواد تیار او په ښار کې یې پر دغو کورنیو وویشي."
بې ځایه شوي کورنۍ د خوراکې موادوو ترڅنګ له حکومته د کورونو لپاره د ځمکو غوښتنه هم کوي.
دا کورنۍ په ژمي کې بیا د لرګیو، سکرو، تیلو او داسې نورو موادو مرسته غواړي.
افغان چارواکې وایي، پلانونه یې ترتیب کړي څو د دې کډوالو د ستونزو اوارې ته عملي پروګرامونه پیل کړي، خو ځینې کتوونکې وايي چې؛ په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د ستونزو هواري ته لازم پلانونه نشته.
راپور:خان محمد سیند