د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني Jay Carney پرون ټینګار وکړ چې؛ امریکايي ځواکونه به یوازې په هغه صورت کې په افغانستان کې پاتې شي چې افغانان بلنه ورکړي.
کارني وویل چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور یوازینی هدف به د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده شبکې د پاتې شونو ځپل وي.
کارني زیاته کړه چې، په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مساله به د کابل او واشنګټن دوه اړخیز امنیتي تړون چې؛ اوس مهال یې پر جزییاتو خبرې روانې دي حل کړي.
جې کارني هغو خبریالانو ته چې ټکزاس ایالت ته له ولسمشر بارک اوباما سره په سفر کې ملګري دي؛ وویل چې، نه افغان حکومت او نه سپینه ماڼۍ یوهم په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې نه غواړي.
کارني وویل چې، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا هرراز پوځي حضور به یوازې د افغانانو د غوښتنې په صورت کې ممکن وي او یوې دوه اړخیزې موافقې ته به اړتیا ولري.
ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل پوهنتون کې په یوه وینا کې وویل چې؛ که چېرته د افغان ځواکونو د روزنې او د افغانستان د اقتصادي رغونې په برخه کې د ده شرایط ومنل شي؛ نو د امریکایانو لپاره به په افغانستان کې د نهو پوځي اډو ضمانت وکړي.
د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو شمېر که څه هم تراوسه نه دی معلوم؛ خو ځینو امریکايي چارواکو ویلي دي چې؛ دا شمېره ښايي د دوه نیم زرو او دولس زرو ترمینځ وي.
د سپينې ماڼۍ ویاند وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېرې په اړه دی کوم نوی خبر نه لري؛ خو زیاته یې کړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده.