پولیس وايي کراچۍ کې دتیرې شپې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلويښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنيتي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټپيانو کې درې تنه يې درینجر نیمه پوځي ځواکونو سرتیري هم شامل دي.
چاودنې بیګا ماخوستن ددغه ګڼ میشتي ښار په عزیزاباد سیمه کې د متحده قومي غورځنګ یا MQM د یوه ساحوي دفتر مخې وشوې.
د روغتیا وزارت سرچینې وايي په دواړو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او دیرش نور ټپيان دي، خو خپلواکې سرچینې بیا د ټپيانو اصل شمیر څلويښت تنه ښيي.
د کراچۍ دامنیه قوماندان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودیدونکي مواد له وړاندې ځای پرځای شوي وو او ګومان کیږي چې په ریموټ چوول شوي.
د MQM یوه مشر واسع جلیل په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل، چې په نښه شوی دفتر يې د انتخاباتي سیالیو په لړ کې نوی پرانستی و او د چاودنې پرو خت لسګونه تنه ددې ګوند غړي پکې موجود وو:
( په دواړو چاودنو کې تر دوو درجنو زیات د MQM غړي و خواخوږي ټپيان شوي. د حیرانتیا خبره داده چې له پرله پسې چاودنو او اخطارونو سره سره حکومت بیاهم دغې مسلې ته پاملرنه نه کوي.
پکار ده چې د وسله والو طالبانو له خبرداري او چاودنو سره سم اړوندو ادارو ځانګړی امنيتي پلان ترتیب کړی او زموږ د مشرانو او دفترونو امنیت يې ټينګ ساتلی وای)
واسع جلیل مرکزي و صوبايي حکومتونه په بې غورۍ تورن کړل او ويې ویل، چې له پرله پسې بمي چاودنو و وسله والو طالبانو داخطارونو سره سره يې بیا هم ددې ګوند دغړیو او دفترونو امنیت ساتلو ته هیڅ پاملرنه نده کړې.
واسع جلیل وايي دلومړۍ چاودنې تلفات نسباً لږ ول خو همدا چې ځايي خلک، ژورنالیستان او دنجات عمله سیمې ته ورسیده او د خلکو دژغورنې چارې پیل کړې نو ناڅاپه پرې بله چاودنه وشوه.
د نوموړي دمعلوماتو له مخې اصل مرګ ژوبله دویمې چاودنې اړولې.
د پولیسو یوه افسر، چې نه يې غوښتل غږ يې ثبت شي په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې له شواهدو ښکاري چې چاودیدونکي مواد په یوه رکشه او موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو.
د پولیسو دغه افسر دروغتیا وزارت دسرچینو له قوله وویل، په ټپیانو کې دیوه خصوصي تلویزیون عکاس او موټر چلوونکی، لارویان او دنجات عملې غړي هم شامل دي.
MQM یا متحده قومي غورځنګ یو له هغو ګوندونو دی، چې وسله والو طالبانو پرې د بریدونو خبرداری ورکړی.
دوسله والو طالبانو یوه ویاند له ناڅرګند ځایه په تلیفون رسنیو ته وویل، چې نننۍ چاودنه هم ددوی سړیو کړې او خبرداری يې ورکړ چې د ام کیو ام، عوامي نیشنل ګوند او پيپلز ګوند کاندیدان او انتخاباتي فعالان به همداسې په نښه کوي.
وسله والو طالبانو تیره ورځ په دې ښار کې د عوامي نیشنل ګوند دیوه کاندید صادق زمان خټک د وژنې مسوولیت هم ومانه.
د روانې میلادي میاشتې یوولسمه پاکستان کې د پارلماني و ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ورځ اعلان شوې.
موقت حکومت او د انتخاباتو کمیسیون دبې طرفه انتخاباتو ترسره کولو ډاډ ورکړی، خو هغه ګوندونه چې دطالبانو تر بریدونو لاندې دي، لا له وړاندې ددغو ټاکنو پایلو ته دشک په نظر ګوري.
راپور: مجیب الرحمان انګار