د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۰

په پاکستان کې په اعدام محکوم هندی جاسوس ټپي شوی


د پاکستان د زندانونو یو مسوول مقام وايي، هغه هندی جاسوس چې په اعدام محکوم شوی، هغه مهال سخت ټپي شو چې؛ په ختیځ لاهور ښار کې برید پرې وشو.

په لاهور کې د زندانونو صوبايي مشر فاروق نذیر خبریالانو ته وویل چې؛ سربجیت سنګ د لاهور ښار په لک پت زندان کې بندي و او د نورو زندانیانو له خوا حمله پرې شوې ده.

د ښاغلي نذیر په وینا پر سربجیت سنګ د نورو دوو بندیانو له خوا د خښتو او کاڼو ګوزارونه شوي او سخت یې زخمي کړی دی.

د دې پاکستاني چارواکي په وینا، سربجیت سنګ د درملنې لپاره روغتون ته استول شوی او د هغه وکیل "اویس احمد شیخ" ویلي چې؛ روغتیايي حالت یې ډیر نازک دی.

سربجیت سنګ په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د لاهور او فیصل اباد ښارونو کې په بمي حملو کې؛ چې څوارلس تنه په کې ووژل شول، د لاس درلودلو په جرم نیول شوی و.

د سربجیت سنګ مدافع وکیل اویس شیخ پرون په لاهور کې خبریالانو ته وویل:

"یوه بل زنداني پر سربجیت سنګ حمله کړې او د زندان مسوولینو په ډير خراب حالت کې روغتون ته را ورساوه. د هغه روغتیايي وضعیت حساس دی او ډیره خواشنونکې مسله ده . د دې لپاره چې دا خبر د هند او پاکستان په اړیکو پورې ارتباط لري، خدای ته دعا کوم چې هغه وژغوري."

اویس شیخ وویل چې، د ده موکل ته په زندان کې مخکې هم ګواښونه شوي وو او هغه د زندان مسولینو ته په دې اړه معلومات ورکړی وو؛ خو څرګندیږي چې د هغه اندیښنو ته چندان پام نه دی شوی.

د لک پت زندان مسوولینو په دې اړه د ازادي راډيو له خبریال سره د خبرو څخه ډډه کړې دي.

خو په پاکستان کې د قانوني مسایلو یوه کارپوه شهاب الدین ازادي راډيو ته وايي؛ د سربجیت سنګ سیاسي اهمیت ته په پام باید د هغه د مصونیت لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وای.

شهاب الدین وویل، دې مسالې د پاکستاني ادارو کمزوري څرګنده کړه.

سربجیت سنګ په ۱۹۹۱م کال د پاکستان د سترې محکمې له خواپه اعدام محکوم شوی و او تر اوسه د سزا لپاره منتظر و.
XS
SM
MD
LG