د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

شاهد: د هماهنګۍ لپاره مو سلا مشورې زیاتې کړي


د سولې عالي شورا وایې، چې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره د سلا مشورو له لارې هڅه کوي، چې په دې برخه کې فعالیتونه هماهنګه او پیاوړي کړي.

د دې شورا چارواکي هیله څرګندوي، چې دا تازه هلې ځلې د سولې د روانې پروسې د بریا لپاره ګټورې تمامې شي.

خو سیاسي څیړونکي راتلونکو انتخاباتو ته په اشاره د سولې د عالي شورا دا نوې هڅې له وخته تیر کار بولي او وایی ګمان نکوي چې کومه لازمه نتیجه ورڅخه ترلاسه شي.

که څه هم د سولې روانو هلو ځلو تراوسه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې، خو د سولې عالي شورا وایې، چې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، دیني علماوو او وتلو څیرو سره یې په دې برخه کې سلا مشورو ته زور ورکړی دی.

د دې شورا غړي او ویاند مولوي شهزاده شاهد وویل، چې د سولې پروسې د بریا لپاره له بیلا بیلو اشخاصو او ارګانونو سره همآهنګي ډیره اړینه ده او په همدې هدف دوی په ملي سطح خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

ښاغلي شاهد د چهارشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د سولې د عالي شورا دا تازه هلې ځلې وتوانیږي له وسله والو مخالفانو سره د خبرو آترو زمینه برابره کړي:

" د سولې پروسه زمونږ یو ملي مسوولیت دی خو سیاسي ګوندونه،قومونه،دیني علما،مدني ټولنې او کدري اشخاص په دې برخه کې ډیرمسوولیت لري.

که چیرې زمونږ ترمنځ همآهنګي، تفاهم او شریکې هلې ځلې وي نو هیله لرو چې په افغانستان کې ډیر ژر دایمي سوله ټینګه شي".

شهزاده شاهد قطر ته د ولسمشرکرزي وروستي سفر ته په اشارې وویل، سره له دې چې قطري چارواکو د سولې له بهیر سره د هر راز همکاریو ژمنې کړي خو لاتراوسه یې د ده په خبره کومه نتیجه نه ده ورکړې.

افغان حکومت د سولې د عالي شورا له لارې له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي چې وسله وال طالبان خبرو آترو ته را مات کړي خو وسله والو مخالفانو تراوسه سولې ته غاړه نه ده ایښې او له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

بل لورته سیاسي څیړونکي له سیاسي ګوندونو،مدني ټولنو او با نفوذو اشخاصو سره د سولې د عالي شورا تازه سلا مشورې بې وخته او بې ګټې بولي.

د سیاسي چارو کتونکی وحید مژده وایی دا سلا مشورې باید ډیر مخکې شوې وې:

"سلا مشورې باید د سولې د عالي شورا له رامنځ ته کیدو نه وروسته ترسره شوي وای اوس پردې مسالې کلونه وخت تیر شول.

اوس چې مونږ د انتخاباتو پر لور روان یو او له یوه کال نه کمه موده ورته پاتې ده سلا مشورې ګټه نلري بلکې دا یوازې د سولې د عالي شورا فعاله ښودل دي.

زه ګمان نکوم چې دا نتیجه ورکړي زما له نظره دا یوازې د وخت تیرول دي".

سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ډیرکله پر افغان حکومت انتقادونه کړي چې د سولې د روانو هلوځلو په هکله له دوی سره سلا مشورې نکوي او په دې برخه کې یې د دوی نظرونو ته پام نه دی کړی.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا که څه هم ټینګار کوي چې باید د سولې هرډول هڅه د سولې د عالي شورا له لارې وشي خو وایی چې په دې برخه کې یې سلا مشورې له پامه نه دي غورځولي.
XS
SM
MD
LG