د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۳

افغانستان

د میدان وردګ اوسېدونکو د امریکايي ځانګړو ځواکونو پرضد په کابل کې مظاهره وکړه

د میدان وردګو ولایت سلګونو اوسیدونکو نن په کابل کې مظاهره وکړه او له دغه ولایت څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو په اړه یې د جمهور رییس د حکم د عملي کیدو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهره کوونکي چې، شمېر یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته رسیږي د ملي شورا مخط ته راغونډ شوي دي.

مظاهره کوونکي د هغو امریکايي عسکرو د محاکمه کیدو غوښتنه هم کوي چې د دوی په وینا د خلکو په ځورونو کې لاس لري.

افغان ولسمشر څو اوونۍ دمخه په میدان وردګو ولایت کې د امریکا سپیشل فورس یا ځانګړي ځواکونه د خلکو په ځورونه کې په لاس لرلو تورن کړل او په دوو اونیو کې یې د هغوی د وتلو امر ورکړ.

خو د وخت له پوره کیدو سره سره دغه ځواکونه لا هم په میدان وردګو کې پراته دي او ایساف ویلي چې، د هغوی د وتلو په یوې طرحې کار کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې چین ته تللی

دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوی له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د محمدنعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پرضد کار نه اخیستل کېږي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن چهارشنبه په تیان جین شمالي ولایت کې له طالب پلاوي سره وکتل.

برښنا شرکت:کابل او څو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیمیږي 

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولان وايي چې نن به کابل او څو نورو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیم شي.

د پروان ولایت د برښنا شرکت رييس روح الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې کابل، پروان او نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا ستنې د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې ویجاړې شوې وې خو له پرون راهیسې د برښنا شرکت کار کوونکو د ستنو د ترمیم کار پیل کړی دی.

افغانستان ته له ازبیکستان او تاجکستان څخه وارداتي برښنا هر څه موده وروسته د جګړو یا د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو له کبله پرچاو کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن سهار له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ولیدل.

دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوې ډېلي ته د بلېنکن لومړی سفر دی او تمه ده چې په ترڅ کې به یې د افغانستان د روان وضعیت، د کرونا ویروس ضد واکسین د تجهیزاتو او د هند د بشري حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

تمه ده چې ښاغلی بلېنکن به وروسته د هند له صدراعظم ناریندر مودي سره هم وګوري او د افغانستان په اړه به خبرې ورسره وکړي.

پنټاګون: د طالبانو پر سنګرونو حملې زیاتې شوي

پنټاګون

پنټاګون په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پر سنګرونو د حملو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرت لودویک تېر ماښام خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

دا حملې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي خو ډېر تمرکز یې د کندهار پر شااوخوا وو.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنت مککنزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، که طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي نو امریکا به هم د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې امریکايۍ الوتکې له بهره افغانستان ته راغلي او هوايي حملې یې کړي دي ځکه د امریکا پوځ خپلې جنګي الوتکې له افغانستانه ایستلي دي.

چارواکي: نامعلومو وسله والو د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم وواژه

د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم

نامعلومو وسله والو د لوګر ولایت د عدلیې رييس محمدګل عالم پرون مازدېګر په کابل کې وواژه.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل، محمدګل عالم کابل ته تللی و چې د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

محمدګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

عمر: د 'خاشه ځوان' وژنه د طالبانو له خوا د عام وژنې څرګندونه ده

 د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر

د طالبانو له خوا د خاشه ځوان په نوم د یوه کامیډین وژل کېدو پراخ عکس العملونه پارولي دي.

دفاع وزارت وايي، د خاشه ځوان په نوم تېره اوونۍ په ډنډ ولسوالۍ کې تر نیول کېدو وروسته ووژل شو، خو د هغه د نیول کېدو د شېبې یوه ویډیو پرون په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوه.

د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر، ویلي، د خاشه ځوان وژل کېدل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عام­وژنې د کمپاین څرګندونه کوي.

وحید عمر له خلکو غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې له موجودو امکاناتو په استفاده خپل اواز اوچت کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح په دې تړاو په ټویټر کې لیکلي، د طنز او انتقاد غلي کول په واقعیت کې د ټولنې د خاموشه کولو معنی لري، خو دا ټولنه به هېڅکله د ده په وینا کوم ظلم ته تسلیم نه شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په ټویټر کې پر دې پېښه خواشیني ښوولې ده.

سویډن مېشتي افغانان نن د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي

د ستاکهلم یوه څنډه

په سویډن کې مېشت افغانان په پام کې لري چې نن چهارشنبه په پلازمېنه ستاکهولم کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون وکړي.

د دغه لاریون یوه تنظیموونکي عنایت عادل، ازادي راډیو ته وویل، دوی به له پاکستانه وغواړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي: "د لاریون هدف دا دی چې د پاکستان له حکومت او استخباراتي ادارې (ISI) وغواړو چې د طالبانو ملاتړ ونه کړي. د ترهګرو ملاتړ دې نه کوي او په افغانستان کې نیابتي جنګ بند کړي. له طالبانو هم غواړو چې افغان­وژنه بنده کړي او موږ سوله غواړو."

تردې مخکې د کابل تر څنګ، د امریکا په ځینو ښارونو، بریتانیا، بلجیم او نورو هېوادونو کې هم د پاکستان د سفارتونو مخې ته دغسې لاریونونه شوي دي.

د لاریون برخوالو پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی او په اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور سلسلې علیخېل د تښتونې او ربړونې پېښه یې غندلې ده.

سلسله علیخېل د چنګاښ/سرطان پر ۲۵مه وتښتول شوه چې تر څو ساعته برمتې او ربړونې وروسته خوشې شوه.

ډیبرا لاینز عبدالله عبدالله سره د سولې پروسې پر ګړندي کېدو خبرې وکړې

د یوناما مشره ډیبرا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره

د یوناما مشرې د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره د سولې پروسې پر ګړندي کېدو خبرې وکړې.

ډیبرا لاینز او عبدالله عبدالله پرون په سپیدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې د افغانانو د خوندیتوب لپاره د سولې پر داسې موافقه ټینګار وکړ چې د منځګړو په مرسته ورباندې مذاکرې شوې وي.

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، په دې کتنه کې په دوحه کې د دولت او طالبانو د هیئتونو د وروستیو مذاکرو په باب هم خبرې وشوې.

د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو د جولای میاشتې پر اولسمه او اتلسمه په لوړه کچه دوه ورځني مذاکرات وکړل، خو له کومې څرګندې نتیجې پرته پای ته ورسېدې.

د افغان دولت د هیئت مشري د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر کوله.

انتوني بلېنکن د هند له لوړ-رتبه چارواکو سره پر افغانستان غږیږي

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، نن چهارشنبه د هند له لوړ-رتبه چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.

بلېنکن چې پرون سې شنبه هندوستان ته ورسېد نن له صدراعظم ناریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر سره ګوري.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، نوي ډیلي په وروستیو کې د طالبانو له خوا د زیاتو سیمو د لاندې کولو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

هندوستان چې د افغان دولت له عمده ملاتړو څخه ګڼل کېږي، د ناامنیو له زیاتېدو سره جوخت په کندهار کې د خپلې قونسلګرۍ ۵۰ کارکوونکي وایستل.

بلېنکن به تر دغه سفر وروسته کویټ ته ځي.

راشد خان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان

افغان لوبغاړی راشد خان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان تېره شپه د روکېټس لوبډله بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو.

دا لوبه د ناردرن سوپر چارجرز او ټرینټ روکېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ناردرن سوپر چارجز په ۹۹ توپونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۲ منډې یې وکړې.

د ټرینټ روکېټس لوبډلې په ۹۴ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

راشد خان د ۳ لوبغاړو په سوځولو او ۲۵ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی شو.

هنګري: که طالبان افغانستان کې واکمنان شي، ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیارتو

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیارتو وایي، که طالبان په افغانستان کې واکمنان شي، ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي.

ښاغلي سیارتو پرون دا خبره په یوه خبري غونډه کې په استانبول کې وکړه.

ده وویل: "د ناټو پرېکړه چې له افغانستانه وځي د کډوالۍ د نوي موج سبب کېدای شي. که طالبان پر افغانستان مسلط شي، نو ډېر افغانان به خپل کورونه پرېږدي. زموږ د استخباراتي افسرانو د راپورونو له مخې، په زرګونه افغانان هره ورځ خپل کورونه پرېږدي، کله چې موږ نقشې ته ګورو نو داسې انتظار کوو چې د مهاجرینو تازه موج به ډېر ژر ترکیې ته ورسېږي."

سیارتو زیاته کړه چې دا کډوال به له ترکیې د هنګري په ګډون نورو هېوادو ته ځانونه ورسوي.

وروسته تر دې چې د مې په میاشت کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي او ناټو ځواکونو وتل پيل شول، په دې هېواد کې شخړې د پام وړ زیاتې شوې دي.

د چارواکو په وینا په دې څو میاشتو کې په زرګونه کورنۍ د افغانستان دننه بې‌ځایه شوې دي او مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.

د کاپیسا چارواکي: نجراب ولسوالۍ کې ۲۵ طالبان ووژل شول

ارشیف، کاپیسا کې د افغان ځواکونو عملیات

د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي چې په نجراب ولسوالۍ کې یې ۲۵ طالبان وژلي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو د برخې مسؤل عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه د یولس نیمو بجو خوا ته د فرخ شاه پر دره حمله وکړه چې په ځوابي برید کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شول.

د ښاغلي شورش په وینا د دې جګړې پر مهال څلور تنه افغان ځواکونه او دوه ملکیان هم وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه زره پلویانو د افغانستان د سولې غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

په لسګونو زره کسانو نن په جنوبي وزیرستان کې د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د سولې غوښتنه وکړه.

دا غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په مکین کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د پښتونخواه یوه مشر او پخواني سناتور افراسیاب خټک وویل چې دا د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ غونډه ده.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو راپور د پاکستان کورنۍ رسنۍ نه‌ورکوي.

د افغانستان د اسماعیلیانو د عمومي شورا مشر له یوه وسله‌وال برید روغ ووت

د افغانستان د اسماعیلیانو د عمومي شورا مشر سید داوود نادري

د افغانستان د اسماعیلیانو د عمومي شورا مشر سید داوود نادري نن د بغلان په دوشي کې له یوې چاودنې او وسله‌وال بریده روغ پاتې شو، خو ورسره څلور تنه ووژل شول.

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري ازادي راډیو ته وویل چې د سید داوود ناصري پر موټر د کیلګي په سیمه کې ماین وچاودېد بیا ډزې پرې وشوې چې د دې برید له امله له ښاغلي نادري سره څلور تنه مل ووژل شول او شپږ تنه ټپيان شول.

تر اوسه چا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام وغانده

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن وویل چې په افغانستان کې د هدفي وژنو ادامه غندي.

ښاغلي وېلسن نن په ټویټر کې لیکلي دي: "موږ په ټول افغانستان کې هدفي وژنې، د ورانیو او د افغانستان د لاسته راوړنو پر ضد ګواښونه او اعلامیې غندو."

وېلسن زیاتوي چې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو سخت حمایت کوي.

په وروستیو کې د کندهار په سپین بولدک او د غزني په مالستان کې د طالبانو له لوري د لسګونو ملکیانو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG