د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

پکتياوال د پوليسو له چلنده په عذاب دي


د پکتيا اوسېدونکي د پوليسو له چلنده په عذاب شوي وايي، په ښار کې د پوليسو د رېنجر موټرو تېز رفتار ورته ذهني مشکل پېښ کړی دی.

دوی په دې نظر دي که پوليس عامو خلکو ته ثابتوي، چې په ولايت کې يې امنيتي تدابير کلک دي نو په ښار کې دې د رېنجر موټرو تېز رفتار او هارنونه کنټرول کړي.

خلک وايي، چې پوليس له يوې سيمې بلې ته د ګزمې يا کومې پېښې د څېړنې په خاطر ځي نو په ښار کې يې د موټرو د رفتار ستن له عادي حالته لوړه او سرې اشارې او هارنونه يې خلکو ته ذهني ستونزې پيدا کوي، د ګردېز ښار څو تنه اوسېدونکي:

"زه جنت خان خاموش يم د ګردېز ښار کې دوکان لرم، زه خو چې کله، کله د پوليسو موټرو رفتار ته ګورم فکر کوم چې د موټر د سپيډ ستن به يې په سلو کې وي، ځکه چې ډېر عجيب مزل پرې کوي، دا خلک داسې ذهنيت واخلي د دوی د مزل له وجې چې ته به وايې حکومت سکوت وکړ، سړی حيران پاتې شي چې دوی نشه کړي وي چې دومره تېز رفتار کوي که کومه بله مسله وي."

يو بل کس:

"زما نوم نذير احمدزی ګردېز بازار کې خو رېنجر موټر دومره تېز رفتار کوي چې دې ته نه ګوري چې خلک څوک دي دوی چې قانون نه مراعت کوي نو په خلکو به يې څنګه ومني."

يو بل کس:

"نوم مې نور دی کله، کله چې په ګردېز کې د رېنجر موټرو تګ ته ګورم فکر کوم چې حکومت ړنګ شو او دوی په تېښته دي، زه حيران يم دوی ولې داسې مزل کوي، موږ تل شکايت کړی خو چا غوږ نه دی پرې اېښی."

د خلکو دا شکايتونه د پکتيا امنيتي چارواکي هم تر يو بريده پر ځای ګڼي وايي خلک ګرم نه دي چې د پوليسو د رېنجر موټر د رفتار په اړه شکايت کوي، وخت ناوخت پوليس په ښار کې نه په لويو لارو کې د ضرورت پر اساس تېز رفتار کوي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې د پکتيا امنيتي ادارې په دې اړه تصميم نيولی دی چې د پوليسو رېنجر موټر په ښارونو کې خپل رفتار کنټرول کړي:

"د خلکو شکايتونه تر يو بريده رښتيا دي، ځينې سربازان و چې د ترافيکو څخه يې لايسنس نه لاره موږ له موټرو کوز کړي او دا ستونزې به حل کوو هغه کسان چې لايسنس لري هغه کولی شي موټر وګرځوي او هر هغه څوک چې په ښار کې رېنجر موټر ګرځوي له هغوی څخه به پوښتنه کوي چې ولې او د څه په خاطر يې موټر ښار ته باسلی دی."

اورياخېل دا هم وويل، چې د رېنجر موټرو د کنټرول او څارنې په خاطر يې په دې ولايت کې د انظباط پوليسو ډلګۍ جوړې کړې دي چې له دې لارې به دوی په اسانۍ سره وکولی شي خلک د پوليسو له هغه چلند څخه خلاص کړي چې شکايتونه ترې کوي.

راپور – داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG