د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

م.م: د سوریې حکومت له ملېشو د ګڼې وژنې لپاره کار اخلي


د ملګروملتونو د بشري حقونو څېړونکي وايي، د سوریې حکومت د راپورونو له مخې له سیمه ایزو ملېشه ځواکونو څخه د مخالفینو د ګڼې وژنې لپاره چې د فرقه يي وژنو حیثیت لري کار اخلي.

په سوریه کې د رژیم پرضد د خلکو پاڅون دوه کاله مخکې، د سوله ییزو مظاهرو په بڼه پیل شو خو وروسته یې د یوې کورنۍ جګړې بڼه خپله کړه چې په نتیجه کې یې سني وسله وال د ولسمشربشاراسد د علوي مذهبو پلویانو په وړاندې ودرېدل.

د سوریې په اړه د ملګروملتونو د ځانګړې تحقیقاتي ډلې څېړونکي وايي چې په سوریه کې په یوه خطرناکه لړۍ کې د ولسي کمیټې په نوم د رژیم پلوي ملېشه څوځلې په فرقوي تشدد لاس پورې کړی.

دې ډلې چې برازیلی پاولوپېنهیرو Paulo Pinheiro یې مشر دی په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د ولسي کمیټې ځینې غړي د حکومت له خوا روزل شوي او په وسلو سمبال شوي دي.

دې خپلواکې تحقیقاتي ډلې چې خپلې څېړنې یې د تشدد له قربانیانو او عیني شاهدانو سره د مرکو پربنسټ برابرې کړي، ویلي دي چې ګڼ شمېر هغه خلک چې د پاڅون د پلویانو په سیمو پورې تړلي دي د دې ملېشه ډلو له خوا ځورول کېږي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارووزیران د سوریې د کړکېچ په اړه په بروکسل کې خبرې کوي.

له غونډې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن د سوریې کړکېچ ته د یوې سیاسي حل لارې له موندلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې په سوریه کې روانې وژنې باید بندې شي. خو داسې ښکاري چې مسکو اوس هم نه غواړي د نړیوالې ټولنې له دې غوښتنو سره چې وايي، ولسمشربشارالاسد دې له واکه لاس واخلي، ملګرتیا وکړي.

د روسیې د بهرنیوچارووزیر د سوریې د اپوزسیون یوه چارواکي هیثم مناع Haytham Manna ته چې د مسکو په کتنه بوخت دی، وویل، ترټولو مهمه مسئله داده چې په دې برخه کې ټولو پوښتنو ته باید د سوریې خلک په خپله ځواب ووایي، نه له بهر څخه فشارونه:


(تر هرڅه د دې خبرې یقیني کول مهم دي چې ټول سوالونه باید په خپله د سوریې خلک، د مسایلو په اړه د بهرنیانو له فشار پرته حل کړي او په دې توګه به د سوریې خلک د دواړو- هم د خپل هېواد او هم د ځانګړو سیاستوالو برخلیک په خپله وټاکي.)

د ملګروملتونو د احصاییو له مخې څه باندې اویازره کسان د تشدد په هغو پېښو کې وژل شوي چې نژدې دوه کاله مخکې په سوریه کې پیل شوې.

مېرمن اشټن وویل، د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو د نننۍ غونډې په اجنډا کې همداراز د ایران د لانجمن اټومي پروګرام او له روسیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه بحثونه هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG