د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

په مصر کې تازه مظاهرې وشوې


یو شمیر مصریانو پرون ( شنبه) په قاهره او پورت سعید کې تر هغه وروسته مظاهرې وکړې، چې محکمې لږ تر لږه ۲۱ تنه په پورت سعید کې د تیرکال د فوټبال د سیالۍ پر مهال په تشدد کې د لاس درلودلو په خاطر په اعدام محکوم کړل .

په قاهره کې د الاهلي په نوم د فوټبال ډلې قهرجنو پلویانو پرون د مصر د فوټبال فدراسیون پر مرکزي دفتر یرغل وروړ ، ودانۍ ته یې اور واچاوه .

رپوټونه وايي، چې قهرجنو مظاهره کونکو سیمې ته نږدې د پولیسو د راغونډيو یوه مرکز ته هم اور اچولی وو.

په پورت سعید کې سل هاوو اعتراضکونکو د سویز د کانال په امتداد ټرافیکو ته د خڼډ پيښولو هڅه وکړه .

تیرکال د فبرورۍ په میاشت کې په پورت سعید کې د فوټبال د دوو ډلو المصري او الاهلي ترمنځ د فوټبال د سیالیو پرمهال په تشدد کې ۷۴ تنه ووژل شول .

د مصر محکمې پرون له دې پيښې سره د ارتباط په تور لږترلږه پينځه تنه په عمر قید محکوم کړل ، پر لږترلږه ۷۳ تنو د مختلفو مودو زندان حکم وشو او اته ویشت تنه نورو برات ترلاسه کړ.

د پورت سعید د پيښې په ارتباط د نیولو شویو کسانو محاکمې زیات شمیر خلک وپارول او دا اعتراضونه په ځيني مواردو کې په خونړیو نښتو بدل شول .

په قاهره کې یوه وکیل طارق شریف وویل ، چې د محکمې حکم سم نه وو .

ده وویل : زه باور نه لرم ، چې دا حکم سم وو ځکه دا د فوټبال د اعتراض مسله نه ده بلکه دا د قتل مسله ده ، چې په اړه یې سمه څیړنه نه ده شوې او قانوني مراحل هم سم نه دي ترسره شوي.

د شنبې په ورځ د محکمې د حکم له مخې هغو نهه تنه پولیسو ته هم برات ورکړ شو، چې د پورت سعید د پيښې په ارتباط نیول شوي وو .

د الاهلي د فوټبال ډلې سر سختو پلویانو ژمنه کړې وه ، چې د پولیسو په ګډون ، د دې پيښې په ارتباط نیول شویو کسانو ته د برات ورکیدو ، غچ به واخلي.

د الاهلي د فوټبال ټیم پلویان پرون د محکمې د حکم د اعلان د انتظار لپاره په قاهره کې د لوبډلې د مرکزي دفتر په وړاندې را غونډ شوي وو.

د محکمې حکم د مصر له دولتي ټلویزیون څخه خپور شو .

د الاهلي ټیم یو پلوی ، محمد خطاب ، د څو تنو پولیسو برات ته اشاره وکړه او د مصر د کورنیو چارو پر وزارت یې د پورت سعید د پيښې په تنظیم کې د لاس درلودو تور ولګاوه.

محمد خطاب وویل : دې کسانو په یوډول هغه پيښه پلان کړې وه نو دوی هم باید د نورو په څير پانسۍ شوي واي.
XS
SM
MD
LG