د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

په کراچۍ کې چاودنو تر ٤٠ زيات کسان ووژل


د کراچۍ په عباس ټاون سیمه کې دیکشنبې په ماښام دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه پنځوس تنه ووژل شول او تر سلو ډیر ټپيان شول. پولیس وايي چاودنه د استوګنې دهغو اپارتمانونو مخې ته شوې، چې ډیری اوسیدونکي يې شیعه ګان دي.

د روغتیا صوبايي وزارت دشپې ناوخته دیوې اعلاميې په خپرولو سره د وژل شویو شمیر پنځوس او د ټپيانو یوسل او دیرش تنه ښوولی، خو پولیس وايي ناڅرګند شمیر خلک لاهم تر نړیدلو ودانیو لاندې ایسار دي او امکان شته، چې د تلفاتو اصل شمیر نورهم لوړ شي.

بلخوا ډاکترانو د شاوخوا پنځوس تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بللی.

دسندهـ صوبې د پولیسو امنیه قوماندان فیاض لغاري، چې تر چاودنې وروسته يې رسنیوته معلومات ورکول دچاودنې دنوعیت په باب وویل :

(دشواهدو له مخې یاخو ځان وژونکې حمله وه او یا هم موټر بم چاونه، هغه راپورونه چې ګنې چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو سم ندي، ځکه چې موټرسایکل بم دومره تخریب نشي کولی. د داډول برید په باب مو لا له وړاندې راپور ترلاسه کړی و خو پوهیږئ چې سل په سلو کې ددې حملو مخنیوی ممکن ندی)

د پولیسو دتحقیاتي ټیم یوه مشر افسر فیاض خان رسنیو ته ویلي، چې په چاودنه کې تر یونیم سل کلوګرامه چاودیدونکي او اور لګوونکي مواد کارول شوي دي.

اورلګېدنه:

لغاري وايي دچاودنې له امله د استوګنې په دوو بلاکونو کې اور لګیدلی او لسګونه اپارتمانونه سوځيدلي یا ویجاړ شوي دي.

بلخوا د ایدهي مرستندویې ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په چاودنه کې سلګونه دوکانونو او اپارتمانونو ته سخت زیان اوښتی او ګومان کیږي، چې یوزیات شمیر خلک به تر نړیدلیو ودانیو لاندې ایسار وي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د اور وژنې او نجات عملې په ځنډ رسیدو له امله لګیدلی اور د څلور پوړیزې ودانۍ ډیری برخو ته خور شو چې لسګونه اپارتمانونه يې وسوځول.

د روان میلادي کال له پيل راهیسې دا درېیمه مرګونې چاودنه ده چې پر شیعه ګانو کیږي.

له دې وړاندې په جنوري او فروري میاشتو کې دکوټې په شیعه میشتو سیمو کې دوه درنې بمي چاودنې وشوې، چې سلګونه تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

سخت دریځې لشکرجهنګوي ډلې، چې په پاکستان کې يې پرفعالیتونو بندیز لګیدلی د کوټې د چاودنو مسوولیت دمنلو پرمهال په نورو سیمو کې هم د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و.

د وروستیو معلوماتو له مخې هیڅ کومې ډلې لا ددې چاودنې مسوولیت ندی منلی، خو پولیس وايي ګومان کیږي، چې لشکر جهنګوي دې پکې لاس ولري.
XS
SM
MD
LG