ناټو وايي، په افغان ځواکونو کې د نړیوال ائتلاف له خوا د جوړو ملېشه ډلو د ادغام په اړه د افغان حکومت پرېکړې ته درناوی کوي.
افغان ولسمشر تېره ورځ یوه هیات ته دنده وسپارله چې د نړیوالو ځواکونو له چارواکو سره خبرې وکړي او د هغوی تر ادارې لاندې وسله وال د هېواد په امنیتي ځواکونو کې مدغم کړي.
ناټو د افغان ولسمشر د وروستي حکم په وړاندې چې وايي؛ د نړیوال ایتلاف له خوا جوړې شوې ټولې ملېشه ډلې دې د افغان ځواکونو په تشکیلاتو کې مدغمې شي؛ په احتیاط سره غبرګون وښود.
ولسمشر حامد کرزي پرون په یوه حکم کې یوه هیات ته دنده وسپارله چې د افغان امنیتي ځواکونو له تشکیلاتو د وتلو وسله والو د عملیاتو مخه ونیسي او په افغان ځواکونو کې یې مدغم کړي.
د ناټو ویاند وايي، چې د افغان ولسمشر د دې پرېکړې درناوی کوي. د ناټو یوه ویاند ډګرمن لېس کارول Les Carroll له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې ملېشه ډلو د شمېر او فعالیت په اړه څه ونه ویل؛ خو یادونه یې وکړه، چې د حکومت دا پرېکړه د افغان ځواکونو د پیاوړي کېدو نښه ده:
"موږ بې له شکه د ولسمشرکرزي د دې پرېکړې درناوی کوو. موږ پوهېږو، چې د ولسمشر کرزي دا پرېکړه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د قابلیت او ظرفیت د پیاوړتیا تصدیق دی او دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه په افغانستان کې د بشپړو امنیتي مسوولیتونو اخیستو ته چمتو کېږي."
ښاغلي کارول د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.
په افغان ځواکونو کې د نړیوال ایتلاف تر ادارې لاندې وسله والو ډلو د ادغام لپاره حکومت درې میاشتې مهلت ټاکلی.
د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفرسپنتا په مشرۍ د افغان ولسمشر له خوا ټاکل شوي هیات ته دنده ورکړل شوې؛ چې ټولې هغه وسله والې ډلې چې نړیوال ایتلاف جوړې کړې دي او د دولتي ځواکونو له ساحې بهر فعالیت کوي تثبیت او د افغانستان د وسله والو ځواکونو په تشکیلاتو کې یې شاملې کړي.
ولسمشر کرزي له دې مخکې هم دفاع وزارت ته امر کړی و؛ چې له میدان وردګو ولایت څخه په دوو اونیو کې د امریکا خاص ځواکونه یا سپشل فورس وباسي.
چارواکي وايي، چې سپشل فورس او د دوی ملګرې وسله والې ډلې چې افغانان دي، په میدان وردګو کې خلک ځورولي او حتی په ځینو مواردو کې یې وژلي.
د افغان ولسمشر د دې حکم د عواملو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر صفت الله ساپي آزادۍ راډیو ته وویل:
"په دې اړه له امریکايي چارواکو سره په لوړه کچه تماسونه نیول شوي دي، فکر کوم چې اوس موږ کافي وخت لرو، هیله ده، دغه نېټه چې افغان ولسمشر ټاکلې ده، د هغې له پای ته رسېدو څخه مخکې، هغه څه چې افغان لوری تمه لري ترسره شي."
د ښاغلي کرزي د نوي حکم له مخې موظف هیات چې اکثرا پوځیان دي باید د نړیوال ائتلاف له چارواکو سره تماس ونیسي او غوښتنه ترې وکړي؛ چې د دریو میاشتو په ترڅ کې دا وسله وال د افغانستان امنیتي ارګانونو ته وسپاري.
د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې په هیات کې د دفاع او کورنیوچارو وزارتونو د اوپراسیون رییسان، د ملي امنیت د ریاست اوپراتیفي مرستیال او د سیمه ایزو ارګانونو ادارې استازی غړیتوب لري.