د افغانستان د سولې د څارنې کمیټه له حکومته غواړي، چې د سولې د ټینګښت لپاره دې، په هېواد کې د اداري فساد او په زندانونو کې د بندیانو د شکنجو مخنیوي ته هڅې جدي کړي.
د دې کمیټې یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که حکومت دغو مسالو ته پام ونه کړي، د افغانستان خلک به په هېواد کې سوله ونه ویني.
دا یوه غیر دولتي کمیټه ده او د مدني ټولنې یو شمېر سازمانونه یې غړي دي، د دې کمیټې په اعلامیه کې چې، د یادې کمیټی یوې غړې مقدسه اتلوالې ولوسته، هم همدې موضوع ته په کې اشاره شوې وه:
«د افغانستان د سولې د څارنې کمیټه په داسې حال کې چې د دواړو ستونزو په مخنیوي تاکېد کوي، دا هم وایي، چې دا ستونزې د قانون څخه څرګندې سرغړونې دي.
اداري فساد او په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کول، د پرمختګ مخه نیسي او د سولې روانې پروسې ته زیان رسوي.»
د دې کمېټې غړو دا هم وویل، د سولې د ټینګ لپاره چې هره خبره او هر پرمختګ کېږي باید له خلکو څخه پټ ونه ساتل شي او که نه نو
خلک به پر روانو هلو ځلو بې باوره شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم په دې باور ده، چې په هېواد کې فساد او په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کول، د سولې پروسې ته زیان رسولي شي.
د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمداسماعیل قاسمیار ازادی رادیو ته وویل، چې د سولې روانه پروسه دې ځای ته نه ده رسیدلې چې د روانو هڅو ټول جزئیات دې له خلکو سره شریک شي:
«هره مساله چې انصاف او عدالت ته زیان رسوي یقیناء چې سولې ته هم زیان رسوي.
دا چې له مخالفینو سره مستقیم مذاکرات کله پیل کېږي، دی حد ته لا نه یو رسیدلی، چې په هکله یې څه ووایو.
کله چې دا مذاکرات یقیني شي، پرته له شکه د خلکو له استازو سره شریکېږي او په هکله به یي د خلکو نظر اخیستل شي.»
د افغانستان په هکله د ملګرو ملتو سازمان وروستی راپور وایي، چې په هېواد کې اداري فساد زیات شوی.
دې سازمان په یوه بل راپور کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان په مختلفو بڼو شکنجه کېږي.
د افغانستان لویي څارنوالۍ په دې وروستیو کې اعلان کړه چې، د بندیانو د شکنجه کوونکو پیژندنې ته یو پلاوی ټاکل شوی دی.
افغان حکومت د ملګرو ملتو د مخدروموادو او جرایمو پر ضد د مبارزې د څانګې هغه راپور، چې په کې ویل شوي:
«تیرکال په افغانستان کې درې عشاریه نهه میلیارډه ډالره رشوت ورکړل شوی» مبالغه ګڼلې او دا یې هم ویلي چې د دې راپور په هکله به کره څیړنې ترسره کړي.
که څه هم په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي، خو دا هم ویل کېږي، چې وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې هکله له افغان حکومت سره د مذاکراتو لپاره غوڅه علاقمندي نه ده ښودلې.
راپور: خان محمد سیند