د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۷

هندي ځواکونو د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته حمله کړې


يو پاکستانى عسکر
يو پاکستانى عسکر
د پاکستان پوځ وايي، هندي پوځیانو د کشمیر په ساون پاترا سیمه کې چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت دعوه لري، د دوی پر یوه پوځي پوسته حمله کړې خو د هند پوځ د پاکستان دا ادعا ردوي. څارونکي په دې باور دي چې ښايي دا پېښه د دواړو هېوادونو زړه تربنګني بیا تازه کړي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې ځواکونو یې دې حملې ته په وخت ځواب ووایه او په شا یې وتمبوله. بیان زیاتوي چې له حملې وروسته د کنټرول د خط په اوږدو کې چې د پاکستان او هند نړیوال رسمي سرحد پېژندل کېږي او د دوو هېوادونو پوځونه منظمې ګزمې پکې کوي، دواړو خواوو پر یوبل ډزې وکړې.

د هند د پوځ ویاند ډګروال جګدېش داهییا Jagadish Dahiya وویل چې هندي ځواکونه د کنټرول له کرښې نه دي اوښتي. د ده په وینا د پاکستان پوځ د اوربند سرغړونه کړې او د هند پوځ یې ځواب ویلی. د هند د پوځ ویاند زیاته کړه چې د دوی هېڅ یو سرتېری د کنټرول له کرښې نه دی اوښتی او تلفات هم نلري.

له 1947 کال راهیسې چې هند له برتانیې څخه خپلواکي واخیسته او پاکستان ترې جلا شو دواړو هېوادونو پر کشمیر د ولکې په خاطر ګڼې جګړې کړي چې وروستۍ یې دیارلس کاله مخکې وه.

په 1999 کال کې پاکستاني ځواکونه د کنټرول له کرښې واوښتل او د هندي کشمیر کارګل سیمه یې ونیوه خو هندیانو ډېرژر واېستل. په 2008 کال کې پر مومبی ښار د برید پېښې د دواړو هېوادونو اړیکي بیا سخت زیانمن کړل. په دې کال کې یوې وسله والې ډلې د مومبی پر یوه هوټل وسله واله حمله وکړه او 166 کسان یې ووژل. هند په پاکستان کې دېره لشکر طیبه ډله په دې حمله تورنه کړه. خو په تېرو څو میاشتو کې ډېلي او اسلام آباد د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې تېره میاشت دواړو خواوو د ویزې په ورکولو کې یولړ اسانتیاوې راوستې.

متحدوایالاتو په پرله پسې ډول له پاکستانه غوښتي دي چې د القاعده او نورو تروریستي ډلو پرضد جدي اقدام وکړي خو ځینې امریکايي چارواکي په دې باور دي چې اسلام آباد د دې ډلو پرضد ځکه اقدام نه کوي چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ غواړي په 2014 کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له دې ډلو څخه په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په مقصد کار واخلي.
XS
SM
MD
LG