د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

"مارشال فهیم د محمد کمین او امیرګل ملاتړی دی"


په بغلان کې د ملي اردو د وژل شویو عسکرو د کورنۍ پر حکومت تور لګوي؛ چې د دغو عسکرو په وژنه کې له تورنو پخوانیو سیمه یېزو چارواکو نه ملاتړ کوي.

دوی چې د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته راغلي وو؛ ادعا یې وکړه، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پخواني مسوول محمد کمین او امیرګل دامهال د جمهوري ریاست په میلمستون کې دي او د حکومتي چارواکو له خوا یې کلک ملاتړ کیږي.

د دوی له ډلې څخه دوو تنو خپل شکایتونه داسې مطرح کړل.

"۱- له دولت، لویې څارنوالۍ، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او جمهوري ریاست څخه غوښتنه کوو؛ چې ولې داسې اشخاصو ته په خپلو لیکو او مهمانخانو کې ځای ورکوي؛ تاسې ولې د دې پوښتنه نه کوی؟

۲ دوه نیمې میاشتې کیږي، چې قومندان کمین او امیرګل حکومت ته نه سپارل کیږي؛ د دوی ملاتړ د چارواکو له خوا کیږي، اوس دوی د جمهوري ریاست په میلمستون کې دي او مارشال صاحب یې ملاتړ کوي."


کمین او امیر ګل چې یو یې د مرکزي بغلان د امنیې قومندان او بل یې ولسوال و، څه باندې دوه میاشتې وړاندې د ځایي خلکو د پرله پسې مظاهرو اوغوښتنو وروسته له دندې لرې شول.

د مشرانو جرګې په غونډه کې په دې اړه له پراخو بحثونو وروسته ځینو سناتورانو هم تایید کړه؛ چې قومندان کمین او امیرګل دا مهال د جمهوري ریاست په میلمستون کې دي.

زلمی زابلي وايي، چې یوشمېر خلک ولسمشر ته راغلي او ویلي یې دي، چې کمین او امیرګل بېرته په خپلو دندو مقرر کړي او قسم ورته خوري، چې دوی پاک خلک دي.

خو د مشرانو جرګې بل غړي دواد حساس بیا وايي، چې جمهوري ریاست قاتل ته پناه ورکړې ده:

"تاسې وګورئ، د جمهوري ریاست له خوا یوه قاتل ولسوال ته براات ورکول کیږي او دغه قاتل ته د جمهوري ریاست په مهمانخانه کې ځای ورکول کیږي."

سناتورانو له حکومت څخه وغوښتل چې کمین او امیر ګل باید علني ډول محاکمه کړي.

د سناتورانو ددې غوښتنو له مطرح کیدو وروسته د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار پریکړه وکړه چې د کورنیو چارو او دفاع وزیران باید ددې موضوع د وضاحت لپاره جرګې ته ورشي.

ویل کیږي قومندان کمین او امیر ګل په ګډه د تیرې روژې په میاشت کې د ملي اردو درې تنه سرتیري په ډزو وژلي دي.
خو تورنو کسانو تراوسه په دې اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.

څو ورځې مخکې د بغلان امنیتي مسئولینو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
چارواکو تراوسه دا خبره نه ده کړې چې دغه کسان اوسمهال چیرته دي.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ د بغلان له مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د کمین او امیرګل د سرغړونو راپورونه ورسیدلي خو په دې اړه به د څیړنو له بشپړیدو وروسته پریکړه وکړي.

راپور : اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG