نړیوال اقتصادي بحران په غیر مناسبه توګه د نوي نسل کارګره طبقه زیانمنه کړې ده. دغه طبقه د مخ پر زیاتیدونکې نه فعالیت، خطرناکو او عادي کارونو له ستونزو سره مخامخ ده.
د ازادي راډيو خبري څانګي خبریال "انتوني بلو" تر دې اعنوان لاندې چې دغه حالت د نړۍ د ځوانانو امکانات او د نړۍ اقتصاد ضعیفه کوي او د دې په نتیجه کې په نړۍ کې ټولنیزو نا آرامیو ته زمینه برابریږي، راپور لیکلی دی.
د تاجکستان دوشنبې ښار کې ۲۳ کلن "اکمل دلداربیک" هغه ځوان دی؛ چې دوه کاله وړاندې له پوهنتون څخه فارغ شوی دی، خو لا هم د هغو ډيرو نورو ملګرو په څير چې له ده سره یوځای فارغ شوي دي بیکاره ګرځي.
دلدار بیک ازادي راډيو ته ویلي دي، دهغه لپاره یوازنۍ لاره داده، چې خپل هیواد پریږدي او د مرکزي آسیا د هیوادونو د هغو ډيرو بې روزګارو ځوانانو سره یو ځای شي؛ چې په روسیه کې د لږو پیسو په بدل کې کار کوي:
“زه وزګار یم او په کور کې ناست یم. ما د کمپیوټر زده کړې کړي دي. ما د کار لپاه په هر ځای کې، بانکونو او نورو خصوصي کمپنیو ته چې د کمپیوټر پروګرامر ته اړتیا لري؛ غوښتن لیکونه ورکړي دي. زه به د کار د موندلو لپاره خپلي هلې ځلي جاري وساتم. خو که هیڅ کار مي ونه موند، نو مجبور یم چې ماسکو ته د کار د مهاجر په توګه ولاړ شم. ”
دلداربیک یو د هغو مخ پر زیاتیدونکو ځوانانو څخه دی؛ چې د نړیوال اقتصاد په اړه چې لا تر اوسه د مالي بحران په تزلزل کې دی ناهلي دی.
د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان ( آی. اېل. او) د راپور پر اساس په نړۍ کې د ۷۵ میلیونو څخه زیات ځوانان چې عمرونه یې له۱۵-۲۴ کالو پورې دي؛ بې کاره دي.
د ۲۰۰۷میلادي کال راهیسې چې نړیوال مالي بحران پيل شوی دی د وزګارو کسانو شمیر له څلور میلیونو څخه زیات شوی دی. له شپږو میلوینو څخه زیاتو وزګارو کسانو، نور د کار موندلو هلې ځلې پریښي دي.
په مجموع کې د وزګارو ځوانانو ستونزې په یوه هیواد کې د حکومت او د کار د مارکیټ کمزوري منعکس کوي. خو په بنکاک کې د بې کارۍ د چارو متخصص (Matthieu Cognac) ازادي راډيو ته ویلي دي؛ چې ځوانانو ته توجه نه ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د بیکارو ځوانانو شمېر د پاخه عمر کسانو په تناسب دري چنده زیات دی. دی وايي:
“ځوانان تر بل هرچا د تبعض څخه په عذاب کې دي. د اقتصادي ودې پر مهال ځوانان دي چې تر، نورو وروسته په کارونو ګمارل کیږي. د اقتصادي بحران پر وخت همدا ځوانان دي، چې تر بل هرچا وړاندي له کاره ګوښه کیږي.”
په اروپايي اتحادیه کې په هرو پنځو کسانو کې یو کس چې عمر یې له ۲۵ کالو څخه لږ وي؛ غواړي چې کار وکړي، خو کار نه شي موندلای. په داسې حال کې چې ډير ځوانان د نیمي ورځې کار کولو ته اړایستل شوي دي او یا هم غیر رسمي کارونه کوي.”
د وزګارو ځوانانو شمیر په تیره بیا په هسپانیا او یو نان کې زیات دی هغوی کار کول غواړي خو موندلای یې نه سي.
د آسیا او آرام اقیانوس هیوادونه چې د نړۍ تر ټولو ځوان میشتي هیوادونه دي، دلته هم په ځينو سیمو کې د کار مارکیټ بې رنګه دی. په دې هیوادونو کې په هرو شپږو ځوانانو کې یو کس بې کاره دی.
خو د منځني ختیځ او شمالي افریقا ځوانان تر بل هرځای له بې کارۍ څخه سر ټکوي.
په هر حال ښاغلی Cognac وايي، چې مخ پر ودې هیوادونو کې به د ځوانانو د بې وزګاري ستونزي دوام ولري او دا د دې هیوادنو لپاره تر ټولو لوی چلنج دی.
“په اروپا کې ډير کارونه نه سته، ځکه نو هلته ډیره پاملرنه د کاري زمیني برابرلوته کیږي. په اسیا کې هم بې روزګاري ته ډیره توجه کیږي او د کار د زمیني د موندلو هڅي کیږي. خو دغه فوکس په اصل کې د هغو کارونو پر کیفیت باندي کیږي چې په ټولنیز لحاظ محفوظ نه دي او د امنیتي شبکو لخوا یې هم حمایت نه کیږي. ځوانان بله چاره نه لري، په همدې شرایطو، یا کاري فقر کې ژوند کوي.”
هر کال د ۴۰ میلیونو په شاوخوا کې ځوانان کاري قوې ته داخلیږي. د کار د مارکیټ څارونکې او د کمپنیو مشران وايي چې نړۍ پر اجتماعي او اقتصادي ټایم بمب ناسته ده.
هغه ځوانان چې ډيره موده بې کاره وي هغوی ته د کار موندلو لږ چانس پيدا کیږي او په ډيرو لږو پیسو خپل ژوند تیروي.
د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان وايي، د اوږدي مودي بیکاري فقر رامنځ ته کوي او پر روغیتا هم بده اغیزه کوي.
هغه کسان چې د ډيري مودې لپاره بېکاره وي د هغوی اولادونه په ښونځيو کې ښه پرمخ نه ځي او ډيری ناکامه کیږي.
د ځوانانو تر منځ خشم، نفرت او بې باوري په ډيره اندازه ټولینزي نارامي رامنځ ته کولای سي.