د ملي امنيت عمومي رئيس د نورې تداوۍ لپاره د شنبې په ورځ امريکا ته رسېدلى دى.
د ولسمشر د وياند مرستيال احمد ضيا سيامک هروي ازادۍ راډيو ته وويل، اسد الله خالد د جمعې په ورځ امريکا ته روان شو، چې د شنبې په ورځ دغه هېواد ته رسېدلى دى.
ښاغلي هروي دا ونه ويل چې د ملي امنيت د عمومي رئيس درملنه د امريکا په کوم روغتون کې کېږي:
”د ملي امنيت عمومي رئيس اسدالله خالد د نورې درملنې لپاره امريکا ته لېږدول شوى. ټليفوني خبرې ورسره شوي، روغ دى. روغتيايي څارنه يې کېږي“
په کابل کې لس ورځې مخکې يوه ځان وژونکي چې چاودېدونکي مواد يې په خپل بدن کې ځاى پر ځاى کړي وو، د ملي امنيت په يوه مېلمستون کې له اسد الله خالد سره په کتنه کې چاودنه وکړه.
د بريد مسووليت طالبانو ومانه. ولسمشر حامد کرزي وويل چې دغه حمله د پاکستان په کوټې ښار کې طرحه شوې وه.
راپورونه وايي، ولسمشر کرزي په دې باب اسناد او شواهد خپل پاکستاني سيال ته سپارلي دي.
د ولسمشر د وياند مرستيال ښاغلى هروي وايي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ژمنه کړې چې دغه قضيه به په جديت سره څېړي:
”په دې برخه کې چې څه اسناد او شواهد موجود وو، ولسمشر حامد کرزي ترکيې ته په خپل سفر کې د پاکستان ولسمشر زرداري ته وسپارل او ورڅخه ويې غوښتل چې دا موضوع په جديت سره تعقيب او وڅېړي. د پاکستان ولسمشر هم ژمنه وکړه چې پاکستان ته له تلو سره به دا قضيه څېړي او نتايج به يې له افغانستان سره شريکوي. “
افغان حکومت په پاکستان کې کومه مشخصه ډله په دې بريد کې په لاس درلودلو نه ده تورنه کړې، چارواکي وايي دا به د څېړنو په نتيجه کې معلومه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني د پاکستان پر حکومت انتقاد وکړ، چې د ده د پلار د دوسيې په څېړلو کې پاتې راغلى دى.
د سولې عالي شورا پخوانى مشر برهان الدين رباني د تېر کال په سپټمبر مياشت کې په خپل کور کې د سولې د يوه پيغام راوړونکي په ځان وژونکي بريد کې ووژل شو.
هغه وخت هم افغان حکومت ويلي وو، دغه بريد د داسې چا له خوا شوى، چې د پاکستان په چمن ښار کې اوسېده.