د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيټا وايي د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ضررو ده، چې پاکستان او ځينو نورو ملکونو کې پر القاعده ډلې فشار وساتل شي.
د هغه په وينا پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځايونه ختمول د افغانستان د ثبات لپاره ډير اهميت لري او د هدف ترلاسه کولو لپاره بايد امريکا او نړېواله ټولنه افغان ځواکونو سره مرستې وکړي.
رويټرز خبري اژانس ليکي، چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا پرونCenter for New American Security نومې ادارې کې د خبرو پر مهال وويل، چې پاکستان کې د وسله والو د خوندي ځايونو او افغانستان کې د درغليوو ختمول د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره ډير اهميت لري.
نوموړي پرون زياته کړه، چې افغان ځواکونه دغه هدف ته رسيدلو لپاره د امريکا او نړېوالې ټولنې مرستو ته ضرورت لري. د هغه په وينا نړېوالو افغانستان کې ډيره قرباني ورکړي نو بايد دلته خپل کار پوره کړي.
ليون پنيټا ويلي په داسې حال کې چې راتلونکو دوو کلونو کې يې له افغانستان څخه پوځيان ووځي، لا يې هم القاعده ته پوره ماته ورکول د امريکا له لومړيتوبونو څخه دي او د دې ترهګرۍ ډلې د ختمولو لپاره به د اسیا ارام سمندرګي هېوادونو باندې پام زياتوي.
پنيټا زیاته کړه، چې پوځيانو يې د القاعده ډير مشران له منځه وړي او پر ضد يې ډيرې لاس ته راوړنې درلودلي، خو د هغه په وينا جګړه پر بله لار روانه شوی او په مکمله توګه د ترهګرۍ ګواښ ختمولو لپاره دوامداره هلو ځلو ته ضرورت دی.
هغه وويل، چې په يمن او سوماليه کې يې د القاعده سره تړاو لرونکو ډلو خلاف کاميابۍ درلودلي خو په وينا يې د القاعده ملګري ډلې اوس مالي او نايجيريا ته تللي او په لیبيا کې د ځان ځايولو کوښښونه کوي.
د رويټرز خبري اژانس ترمخه د امريکا دفاع وزير ويلي چې د القاعده ډير مشران لکه اسامه بن لادن، شيخ سعيد المصري او ابو يحيی الليبي يې وژلي دي. پنيټا زياته کړي چې دا لاس ته رواړنې اهميت لري خو بايد له ياده ونه ويستل شي چې د القاعده خطر لا له منځه نه دی تللی.
د هغه په وينا د امريکې د فشار له وجې القاعده ډله اوس د نړۍبيلابيلو ځایونو ته په خوريدو ده او بايد چې د نوو لارو چارو په کارولو سره يې مخنيوي او مقابله وشي.
د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيټا ويلي چې د القاعده ګواښ پوره ختمولو لپاره ضروري ده چې پاکستان، يمن او صوماليه کې پر دې ډلې فشار پاتې وساتل شي.