د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۳

بشري حقونه: پر ماشومانو جنسي تېري ٢٠ فيصده زيات شوي


د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، روان لمريز کال د افغانستان په شمال کې پر ماشومانو جنسي تېری د تېرو کلونو په پرتله ٢٠ فيصده زيات شوی دی.

دغه سازمان خبردارى ورکوي، که چېرې پر ماشومانو د جنسي تېري عاملان عدلي تعقيب نه شي؛ کېدى شي، د دغه ډول پېښې نورې هم زياتې شي.

د بشري حقونو د سازمان مشر "لعل ګل لعل" له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو پر محاکمې ټينګار وکړ:

”په مشخصه توګه موږ نه شو ويلاى، چې ټولې څو قضيې دي. خو بيا هم په هغو شمالي ولايتونو کې چې موږ فعاليت کوو، لکه جوزجان، بغلان، سمنګان، کندوز، تخار او بدخشان کې د پخوا په پرتله د جنسي تېريو پښې زياتې شوي او کچه يې په سلو کې ٢٠ لوړه شوې ده.“

د بشري حقونو د سازمان مشر پر ماشومانو د جنسي تېري دوام ته اندېښنه وښوده.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مسوولانو هم پر ماشومانو جنسي تېرى يوه جدي ستونزه بللې وه او دې مسالې ته يې د چارواکو د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

پر ماشومانو د جنسي تېري پر زياتېدو په داسې حال کې اندېښنه ښوول کېږي؛ چې په تېرو اوو ورځو کې نامعلومو کسانو پر دوو ماشومانو جنسي تېري کړي دي.

په تازه مواردو کې په سمنګان کې پر يوې اووه کلنې نجلۍ او په تخار کې پر يوه څلورکلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.

په افغانستان کې ماشومان په بېلابېلو برخو کې هم له زورزياتي سره مخامخ دي.

همدا تېره اوونۍ څلور محلي پوليس پر يوې ښځې د جنسي تېري په جرم په کابل کې په علني ډول محاکمه شول. ويل کېږي، دوى په کندوز کې پر يوې ښځې جنسي تېرى کړى و.
XS
SM
MD
LG