د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

د حق اوعدالت ګوند د پاک-افغان د ستراتیژیک سند له لاسلیک څخه ملاتړ کوي


د افغانستان د حق اوعدالت ګوند ویاند حمیدالله فاروقي
د افغانستان د حق اوعدالت ګوند ویاند حمیدالله فاروقي
د افغانستان د حق اوعدالت ګوند افغان حکومت ته وړاندیز کوي؛ چې له پاکستان سره د ستراتیژیک تړون د محتوا په اړه باید له سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو او د ملي شورا له غړیو سره سلا مشورې وشي.

دغه ګوند له پاکستان سره د ستراتیژيکو همکاریو د تړون له لاسلیک کیدو ملاتړ کړی.

له پاکستان سره د افغانستان د ستراتیژيکو همکاریو د تړون مساله د افغانستان په ملي شورا او سیاسي ګونونو په منځ کې د بحثونو په یوې تودې مسالې ګرځیدلې؛ چې ځینو وکیلانو او ګوندونو ورسره مخالفت اعلان کړی.

خو د افغانستان د حق اوعدالت ګوند یا د تړون د د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او زیاتوي؛ چې باید له پاکستان سره له مخکې دارنګه یو تړون شوی و.

د دې ګوند ویاند حمیدالله فاروقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د دې تړون محتویات باید په ډير دقت او له بیلابیلو خواوو سره په مشورې برابر شي:

"د افغانستان له حکومت او چارواکو نه زموږ لومړنۍ غوښتنه همدا ده؛ چې دغه مسله باید د افغانستان د خلکو له مشورې لاندې اجرا شي هغه غوښتنې چې د افغانستان د ولس غوښتنې دي باید په دې توفق نامه کې پلې شي او په مشخصاتو کې یې، زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې د پاکستان د حکومت نظامي حملات چې له بدمرغه اوسمهال د افغانستان په خارو باندې روان دي زموږ په ارزښتونو باندې تیر او دښمني ده، باید ودرول شي."

له پاکستان سره دافغانستان دستراتیژیک تړون مسله څو ورځې وړاندې دملګروملتونو دعمومي غونډه په حایشه کې دبریتانیا،افغانستان اوپاکستان په درې اړخیزه غونډه کې مطرح شو.

د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي دي؛ چې یاد تړون به د۳۰۱۳ کال ترپایه لاسلیک ته چمتو شي.

د شنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرګې کې یو شمېر وکیلانو د دغه تړون له لاسلیک کیدو سره مخالفت وښود او ویې ویل؛ پاکستان باید لومړی د افغانستان پر وړاندې دوه ګوني سیاست پای ته ورسوي.

د حکومت یوې سیاسي مخالفې ډلې ملي ایتلاف هم ورسره مخالفت ښودلی.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند له پاکستان سره د ستراتیژيکو همکاریو د تړون له لاسلیک کیدو نه له ملاتړ ترڅنګ د یکشنبې پر ختیزو سیمو د پاکستان له خاروې د راکټي حملو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه هم وکړه.

بل خوا د حق اوعدالت ګوند افغانستان باندې د پاکستان راکیټي بریدونه وغندل او دغه بریدونو ملي حاکمیت باندې بربنډ تیر وباله.
ښاغلی فاروقي په دې اړه وویل:

"د حق او عدالت ګوند د پاکستان له خاورې د افغانستان په ختیځو سرحدي ولایتونو باندې پراخ راکیټي بریدونه په ډاګه اعلانوي؛ چې د سرحد له ها خوا نه راکیټي بریدونه د افغانستان په خارې باندې ښکاره یرغل، بربنډه دښمني او په ملي حاکمیت باندې تیری دی؛ موږ یې غندو."

د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیزو سرحدي سیمو د راکټي حملو مساله نیویارک ته د جمهور رییس حامد کرزي د وروستي سفر د اجنډا یوه مهمه مساله وه.

چارواکو وویل، جمهور رییس حامد کرزي له پاکستان او بریتانیا سره په درې اړخیزه غونډه کې دا مساله راپورته کړې.

تر دې مخکې هم د افغانستان جمهور رئیس د ملي امنیت په شورا کې د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په اړه شکایتونه کړي و، خو تراوسه څرګنده نه ده چې د افغان دولت دغه ډیپلوماټيکې هلې ځلې به نتیجه ورکړي او که نه.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG