د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

په وردګو کې د افغان او بهرنيو عسکر ترمنځ نښته شوې


چارواکي وايي، تېر ماښام د ميدان وردګو په سيد ابا ولسوالۍ کې د ملي اردو او ايساف سرتېرو ترمنځ خبره اوښتې؛ چې وروسته دواړو غاړو يو پر بل د ټوپکو خولې ور اړولې دي.

تر اوسه پورې په دغه پېښه کې د ملي اردو درې او د ايساف دوو تنو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې پېښه د سيد اباد په سي سي سيمه کې شوې ده.

دی وايي، تر اوسه دا نه مالومه، چې ولې د دواړو غاړو تر منځ خبره اوښتې ده او نه هم په دې څوک خبر دي چې څو تنه به په کې وژل شوي وي.

"پېښه تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په سي سي سيمه کې شوې ده. ايساف او کورنيو سرتېرو يو پر بل ډزې کړې دي؛ خو دا لا نه ده مالومه ده، چې دوی ولې په خپلو کې سره خوړلي دي، تر اوسه پورې په پېښه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم چاته مالومات نشته."

خو د ميدان وردګو يوه امنيتي سرچينه نه غواړي، نوم يې واخيستل شي وايي، چې بهرني او کورني د سرتېري د پېښې په ځای کې ولاړ وو؛ چې له کومې خوا د وسله والو را توغول شوی توغندی يې په خوا کې ولګيد، وروسته بهرنيو سرتېرو پر ملي اردو ډزې وکړې او دغسې د دواړو غاړو تر منځ نښته وشوه.

سرچينه وايي، په پېښه کې د ملي اردو درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي او د ايساف سرتېرو له خوا بيا دوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.

بله خوا بيا ايساف سرتېرو په يوه رالېږلې خبر باڼه کې ويلې دي؛ چې د افغانستان په ختيځ کې د خپلمنځي نښتې له امله د ايساف يو سرتېری او يو بل بهرنی قرار دادي وژل شوي دي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، چې په خبره کې د ملي اردو سرتېرو ته هم ځاني زيان اوښتی دی، خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه کړې.

د سرچينې په خبره د پېښې په اړه د ايساف او ملي اردو دواړو له لوري پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې به د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د ملي اردو هغه سرتېري د ځان ملګري بلل چا چې به پر بهرنيو سرتېرو د ټوپک خوله ورسمه کړه؛ خو د تېرې شپې د پېښې په اړه يې لا تر اوسه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG