د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په سيمه کې د چین، روسیې او امریکا تر منځ د نفوذ ټینګولو سیالۍ


د "ستره لوبه – سيمه یېز حاکمیت" کتاب لیکوال الیکس کوولې
د "ستره لوبه – سيمه یېز حاکمیت" کتاب لیکوال الیکس کوولې
الکساندر کوولې په امریکا کې د مرکزي آسیا په اړه یو کتاب چاپ او خپور کړی؛ چې سرلیک یې دی: Great Games, Local Rulers یا "ستره لوبه – سيمه یېز حاکمیت" لیکوال په دې کتاب کې په سيمه کې د چین، روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د نفوذ ټینګولو سیالۍ څېړلې دې. په کتاب کې تر ډېره حده د یادو هیوادونو ترمنځ د پوځې حقونو، سیاسي نفوذ او طبیعې منابعو یادوونه شوې ده.

له ښاغلي کوولې نه وپوښتل شول، چې تاسی په خپل دې کتاب کې لیکلي، چې د مرکزي آسیا پنځه هیوادونه یوازې د چین، روسیې او امریکا تر منځ د نفوذ یا قدرت پر سره د مبارزې ډګرونه نه دي، بلکې دا هیوادونه په حقیقت کې د دې مبارزې لپاره سیمه یېز قوانین یا مقررات هم وضعه کوي. له سیمه یېز حاکمیت یا مقرراتو څخه مو مطلب څه دی؟

ځواب:

د دې کتاب یو مهم پیغام دا دی، چې په سیمه کې چین، روسیه او متحده ایالات تر ډېره حده ښکیل شوې دي. د دې ښکلتیا ځینې برخې د سیالیو په سطحه دی، ځينې یې د همکارۍ او ځينې یې د قدرت ټينګولو په سطحه دي.

دا د امنیت، معارف او نورو برخو کې د مرستو او همکارۍ په بڼه هم دي. خو سیمه ییز مقررات د دې لوبې چوکاټ یا ساختمان برابروي. له سیمه ییز حاکمیت یا مقرراتو څخه زما مطلب هغه رژیمونه دي؛ چې د بهرنیو طاقتونو په مرسته او منابعو خپل واک او قدرت ټينګوي او په ډېرو مواردو کې هغوی له همدې درکه خپلې شخصې شتمنۍ زیاتوي.”

پوښتنه:

ښاغلی کوولې تاسې په کتاب کې لیکلي، چې په دې سترې لوبې کې به چین برلاسی وي. له دې نه مو مقصد څه دی؟

“زما په آند، موږ باید چې د بهرنیو طاقتونو بریاوې د هغوی د ستراتېژیو او د پیل د نقطو پر اساس وارزوو. په دې معنی، چین لس کاله مخکې د مرکزي آسیا له هېوادو سره سرحدې مخالفتونه درلودل او د سوداګرۍ اندازه یې هم ډېره ټيټه وه.

چین په سیمه کې د یوه هیله من هیواد ونډه درلوده، خو د یوې لسېزې په مودې کې یې د شانګهای د همکارۍ سازمان په نامه یو نړیوال سازمان جوړ کړ او په دې توګه د سیمې د سوداګرۍ یو مخکښ شریک شو.

چین په عین حال کې يې د تیلو یو پایپ لاین هم جوړ کړ؛ چې د مرکزي آسیا تیل او غاز یې ختیځ خواته جاري کړل. چین دا کار یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې یې هم کړی او د مرکزي آسیا له هېوادو سره د امنیت او همکارۍ پراخ او هر اړخېز تړونونه یې لاسلیک او عملې کړل. په دې توګه چین په پراخ ډول خپله اجنډا پر مخ وړې ده.”

پوښتنه:

ټاکل شوې، چې د روسیې جمهور رییس ولادمېر پوتین د اکتوبر میاشت کې پاکستان ته لاړ شي او ویل کیږي؛ چې دا به اسلام آباد ته د روسیې د جمهور رییس لومړنی سفر وي. ايا د دې سفر مقصد دا دی، چې روسیه غواړي، په داسې یوه حالت کې چې د امریکا متحده ایالات په سیمه کې له ستونزو سره مخامخ دی، په سیمه کې خپل نفوذ او ګټې پراخې کړې؟

ځواب:

“بلې مطلقاً همداسي ده. زه فکر کوم روسیه په عمومي ډول غواړي، ځان خیتځ لور ته وغځوي او په پاکستان کې د چین او امریکا د نفوذ په سیالۍ کې ځانته ځای پیدا کړي.

که څه هم چې چین او امریکا دا مساله رد کړې، چې دوی په پاکستان کې د نفوذ په سر په سیالۍ کې دي، خو پاکستان هم په ډاګه په دې کار کې له یادو دوو هیوادو سره لوبه کوي.

تاسی به ووینئ چې روسیه به هم په آرام سمندر او جنوبې آسیا کې دخالت یا ښکیلتیا په خپلو اولیتونو کې داخل کړي. په دې کې ستونزه دا ده، چې دا سیمه روسیې ته د پخواني شوروي اتحاد د هیواد پرځاي، د یوه اروپایي طاقت په سترګه ګوري. په دې توګه د روسیې لپاره به ډېره ګرانه وي؛ چې په دې هیوادو کې د همکارۍ د واقعي عنصر ونډه تر لاسه کړي.”

ښاغلې کولې په سیمه کې د دریو سترو طاقتونو د سیالیو په نتیجه کې به جګړې هم رامنځ ته شي؟

“زه فکر نه کوم چې داسې یو حالت دې رامنځ ته شي. موږ باید له یاده ونه باسو، چې داستر طاقتونه په سیمه کې بېلا بېل مقصدونه لري. په دې توګه دوی باید په خپلو کې تفاهم او ګډ کار وکړي.

تر ټولو زیات د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان ماموریت لپاره د امنیت او لوژستیک په برخو کې همکاري زیاته کړي. د چین لپاره مهمه ده، چې د خپل "شینجین" ولایت په ګاونډ کې پراختیا او ثبات رامنځ ته کړي.

د روسیې لپاره بیا دا مسایل زیات اهمیت نه لري. روسیه تر ډېره حده د خپل اعتبار او حیثیت په فکر کې ده او غواړي، چې د ستر طاقت دفاعي مقام وساتي او درناوی یې وشي.

په دې توګه دا درې هدفونه به د سترو طاقتونوتر منځ د ګډ ژوند امکانات غښتلی او د همکارۍ او راکړې ورکړې ساحه به پراخه کړي.”
XS
SM
MD
LG