د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

روسيې په افغانستان کې د ناټو په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړي


په ملګروملتونو کې د روسیې استازي وینالي چورکین
په ملګروملتونو کې د روسیې استازي وینالي چورکین
په ملګروملتونو کې د روسیې استازي وینالي چورکین په 2014 کال کې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ناټو د پوځي اډو د ساتنې په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړي دي.

د روسیې سفیر د پنجشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې په راتلونکي کې د ناټو حضور د امنیت شورا پرېکړې ته اړتیا لري. چورکین وویل:

"په دې اړه، چې په 2014 کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، خو اډې یې پاتې کېږي د متناقضو اعلامیو خپرول ځینې پوښتنې را اوچتوي."

چورکین په دې اړه د بشپړ وضاحت غوښتنه وکړه.

د ښاغلي چورکین په وینا، دا چې ناټو ژمنه کوي، چې د تروریزم ضد عملیات به تر 2014 کاله پای ته رسوي نو د دې معنا دا ده چې د اډو د ساتنو هدف به کوم بل وي، خو که چېرته له تروریزم سره جګړه دوام کوي، په هغه صورت کې دا ماموریت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم تمدید شي.

په ملګروملتونو کې د روسیې د فدراسیون دایمي استازی زیاتوي:

"په افغانستان کې د ماموریت د تمدید له اجازې مخکې نړېوال ائتلاف باید د مخکیني پرېکړه لیک د تطبیق د څرنګوالي په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي، خو په هرحال په افغانستان کې له پوځي حضور څخه باید د ګاونډیانو او د سیمې د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد کار وانخیستل شي."

چورکین د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو د هغو له اغېزو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي، روسیه لېواله ده، چې افغانستان سوله ییز، باثباته او دیموکراتیک هېواد وي، غواړي په دې اړه یقین تر لاسه کړي چې په افغانستان کې له تروریزم سره تړلي ټول ګواښونه شنډ شوي او له دې هېواده نور نو د مخدروموادو قاچاق نکېږي.

روسیه په داسې حال کې په افغانستان کې د نړېوالو قواوو د پوځي حضور د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله قرغیزستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې پلازمېنې بشکېک ته نژدې د یوې پوځي اډې قرارداد تر 2032 کاله تمدید کړ.
XS
SM
MD
LG