نیویارک ټایمز:
امریکایی نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر نړیوالو ځواکونو وروستیو حملو، ناتو ځواکونه په خپله پالیسۍ کې بدلون راوستو ته اړکړي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن اظطراري غونډې ته اشاره کړې او لیکي:
دا غونډه د هغو امریکایي اوناتو عسکرو د وژل کیدو وروسته کیږي چې په تیرو څو اونیو کې د خپلو افغان ملګرو په ډزو وژل شوي دي.
نیویارک ټایمزورځپاڼه لیکي، په دې غونډه کې له څلویښتو زیاتو پوځي قومندانانو حضور درلود او جنرال الن ټینګاروکړ چې دا ډول پیښې چې د روحیې د کمزوریدو سبب کیږي، هر څومره ژر چې کیدای شي باید پای ته ورسول شي.
د ورځپاڼې په وینا روانه میاشت په افغانستان کې یواځې د امریکایي پلي سمندري ځواکونو ۶ روزونکي ووژل شول. ډیردغه روزونکي په جنوب کې وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي، چارواکو ویلي چې د بهرنیو عسکرو د وژل کیدو د مخنیوي لپاره یو نوی پلان جوړشوی چې هغه ته د ساتونکې فرشتې نوم ورکړل شوی.
د دغه پلان له مخې یو یا دوه عسکر به پرهرې غونډې یا هرماموریت کې پرافغان امنیتي ځواکونو څارنه کوي.
د ورځپاڼې په وینا دغه ساتونکي فرشتې چې هویت به یي افغانانو ته نه افشا کیږي، د تیارسۍ په حالت کې وي چې که چا پربهرنیو عسکر د حملې قصد وکړنو ډزې به پرې کوي.
ټرست اورګ
ټرست اورګ ( Trust.org) انترنت پاڼې، ایران په افغانستان کې په بمي چاودنو کې د لاس لرلو تورونه ردکړل ترسرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼې په نیمروز ولایت کې د تیرې اونۍ خونړیو بریدونو ته اشاره کړې چې شاوخوا ۲۷ تنه پکې ووژل شول.
د مقالې په دوام کې یادونه شوې چې افغانستان تل ایران او پاکستان د هیواد په کورنیو چارو کې پرمداخلې او وسله والو مخالفانو ته په روزنې او وسلو ورکولو تورن کړي خو ګاونډیو هیوادونو دغه ادعاوې تل ردکړي دي.
د مقالې لیکوال لیکي، په داسې حال کې چې له پلان سره سم ناتوځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه وځي، د افغانستان ګاونډیانو ته پاملرنه زیاته شوی چې دوی د افغانستان په راتلونکې کې څه ډول رول لوبولای شي.